کورپاڼه / خپلواک / آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي او د لاندې سببونو څخه به یو سبب حتماً لري.

د خېټې یا معدې فلو:

په دې حالت کې د خېټې یا معدې له درد سره ډېر وخت د بدوالی، کانګې کول او د بولو نری والي یوځای وي، چې له ډوډۍ خوړلو وروسته ډېروالی مومي. ویل کېږي چې دا ډول حالت د ویروس یا بکټریا په سبب رامنځته کېږي، چې په څو ورځو کې ښه والی مومي، خو که چېرته ذکر شوې نښې له دوو ورځو دوامداره شوې، نو بیا خطرناکې تمامېږي.

ګیس:

ګیس هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې په کوچنیو کولمو کې بکټریا هغه خواړه میده کړي، چې په سبب یې په بدن کیمیاوي نابرابری رامنځته کېږي او کله چې د ګیس اندازه ډېره شي نو درد هم ورسره ډېرښت مومي.

د کمولو سنډروم:

د ځینو نامعلومو سببونو په سبب ناروغ شخص ځینې ځانګړي توکي نه شي هضمولی، چې په ډېرو خلکو کې IBS نښې څرګندېږي، خو ځینې عامې نښې بیا له درد، ګیس او زړه بدوالي څخه عبارت دي.

تېزابیت:

کله ناکله په خېټه کې تېزابیت رامنځته کېږي، چې پورته خواته پورته کېږي او د سوخت په شکل درد رامنځته کېږي.

کانګې:

کانګې کول ډېری وخت د خېټې د درد سبب ګرځي، ځکه چې تېزابیت د هاضمې د سیستم په نلونو کې پورته خواته حرکت کوي او په نسجونو کې یې درد رامنځته کوي.

د خېټې سوخت:

کله چې په خېټه کې سوخت رامنځته شي، نو همدغه سوخت شاید درد وي او د چکر خوړلو، ګیس او نورې نښې لري.

د هضم ستونزې:

کله چې ځینې شیان هضم نه شي نو بیا په کولمو او خېټه کې د بکټریا په سبب میده کېږي، چې بیا ګیس پیدا کوي او درد یې په سخت شکل سره وي.

قبض:

کله چې په کولمو ډېر فاضله مواد راټول شي، نو په لویو کولمو زور راولي او د درد سبب یې کېږي.

جي اي ار ډي (GERD):

یوه ناروغي ده چې په خېټه کې درد، سوخت او زړه بدوالی رامنځته کوي او د وخت په تېرېدو نورې ستونزې هم ډېروي.

زخم:

هغه زخم چې نه ښه کېږي هم په خېټه کې د درد سبب کېږي. دغه راز د خېټې د پړسوپ، بدهضمۍ او د وزن د کمښت سبب هم کېږي، چې علت د H. pylori بکټریا هم ځینې درمل دي.

سیلیکي ناروغي:

دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي، چې یو څوک له ګلوټینو سره حساسیت ولري او ګلوټین یو ډول پروټین وي چې په غنمو او اوربشو کې موندل کېږي، چې په کوچنیو کولمو کې سوخت رامنځته کوي او د اسهال په څېر نښې لري.

د عضلو فشار:

موږ په ورځنیو فعالیتونو کې ډېر وخت د خېټې عضلې په کار اچوو، چې بیا په همدې سبب هم په خېټه کې درد رامنځته کېږي.

د کروهن ناروغي:

په حالت کې د هضم په ځای کې سوخت رامنځته کېږي، چې بیا درد، ګیس، اسهال، زړه بدوالی او د کانګو کولو نښې هم څرګندوي.

حیض:

حیض هم د خېټې د سوخت او درد سبب کېږي، چې په دې دوران کې د ګیس، درد او قبض ستونزې هم رامنځته کېږي.

د تشو متیازو په نلونو کې سوخت:

د متیازو په نلونو کې سوخت اکثره وخت د بکټریا په سبب رامنځته کېږي او د خېټې په لاندینۍ برخه کې د درد سبب کېږي.

دا هم ولولئ

هغه حامله میرمنې چې د ماشوم له زېږون څخه په وېره کې وي، هغوی دې دا کار وکړي

که له یوې خوا مور کېدل د میرمنو لپاره د ژوند یوه ترټولو ښکلې او …