کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې نن د کومو افغان لوبغاړو لوبې څه وخت دي؟
افغان لوبغاړي

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې نن د کومو افغان لوبغاړو لوبې څه وخت دي؟

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ چې پرون پيل شوى او ٣ لوبې پکې ترسره شوې دي، پکې ډېر افغان لوبغاړي ولوبېدل، خو رحمان الله ګربز ښه وځلېده چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه او همدا راز کريم جنت ٢ او فضل حق فاروقي بيا ١ ويکټ واخيسته.

په ټي ١٠ ليګ کې نن هم ٣ لوبې ترسره کېږي، چې له تاسې سره يې ټول معلومات لاندې شريکوو.

پونى ډيويلز د قلندرز پر وړاندې

نن به لومړۍ او عمومي څلورمه لوبه د پونى ډيويلز او قلندرز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٤:٣٠ بجې پيل شي. پونى ډيويلز يوه لوبه ګټلې ده او د قلندرز دا لومړۍ لوبه ده.

د پونى ډيويلز لپاره درويش رسولي لوبېږي، چې په تېره لوبه کې يې يوازې ٦ منډې وکړې او يو اسانه کېچ يې ورکړ، چې له مېدانه بهر شو.

درويش رسولي

د قلندرز لوبډله کې بيا افغان الراونډر عظمت الله عمرزى لوبېږي، چې ښايي نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

مراټا عربينز د ډيلي بولز پر وړاندې

نن دويمه او عمومي پنځمه لوبه د مراټا عربينز او ډيلي بولز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٦:٤٥ بجې پيلېږي. دواړو پرون هم يوه يوه لوبه ترسره کړې ده، چې برياوې يې پکې خپلې کړې دي.

په مراټا عربينز کې جاوېد احمدي او يمين احمدزى لوبېږي، په پرونۍ لوبه کې جاوېد احمدي يوازې ٦ منډې وکړې او يمين احمدزي په ٢ اورونو کې ٣١ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې په برخه نه شوه.

د ډيلي بولز لوبډله کې بيا رحمان الله ګربز، محمد نبي او وقار سلامخېل لوبېږي. رحمان الله ګربز پرون بريالۍ توپوهنه ترسره کړه چې په ١٥ توپونو يې ٤١ منډې وکړې، خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړى هم شو، همدا راز محمد نبي بيا په صفر وسوځېده او وقار سلامخېل ته بيا چانس نه و ورکړل شوى.

کريم جنت او رحمان الله ګربز

دکن ګليډيټرز د ټيم ابوظهبي پر وړاندې

نن دريمه او عمومي ٦مه لوبه د دکن ګليډيټرز او ټيم ابوظهبي ترمنځ د افغانستان په وخت ٩ بجې پيلېږي. دکن ګليډيټرز پرونۍ لوبه کې ماتې خوړلې ده او ټيم ابوظهبي بيا لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د دکن ګليډيټرز لپاره محمد شهزاد لوبېږي، چې پرونۍ لوبه کې يې ٨ منډې وکړې، په ټيم ابوظهبي کې بيا نجيب الله ځدراڼ او نوين الحق لوبېږي، چې نن به لومړۍ لوبه ترسره کړي.

يمين احمدزى

څه فکر کوئ، نن به کوم افغان لوبغاړي تر نورو ښه وځلېږي؟

دا هم ولولئ

پاکستان کرکټ ټيم

نړيوال شل اوريز جام: هند د پاکستان لوبډلې ته وېزې ورکوي، خو له يوه ښاره به بهر نه وځي

نړيوال شل اوريز جام سږکال په هند کې ترسره کېږي، چې پاکستاني لوبغاړو، ټيم منيجمينټ …