کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د سترګو دید یا نظر تېزوي

هغه خوراکي توکي چې د سترګو دید یا نظر تېزوي

د عمومي روغتیا لپاره هسې هم د غوره خوراکي توکو استعمال اړین ګڼل کېږي، خو ځینې توکي بیا داسې وي چې د ځینو داسې ویټامینونو لرونکي وي، چې د سترګو دید یا نظر تېزوي او سترګې د الله تعالی یوه ډېره قیمتي ډالۍ ده، چې ډېری خلک یې په ساتلو کې هڅه نه کوي، چې بیا په پایله ډېر ژر خرابېږي. نن ورځ مو هڅه کړې چې هغه خوراکي توکي در وپېژنو چې د سترګو لپاره ګټور وي او نظر یې تېزوي.

د ماهي غوښه:

د ماهي د غوښې په جوړښت کې به مو د اومیګا تري په اړه ډېر اورېدلي وي، چې د کلیسټرولو سطحه ټیټوي، خو آیا تاسې په دې پوهېږي چې همدغه اومیګا تري د سترګو اعصاب قوي کوي او له ناروغیو یې ژغوري.

ګازرې:

په ګازرو کې د ویټامین ای موجودیت د سترګو لپاره ګټور وي. ویل کېږي چې په یوه ګازره کې په اوسط ډول پنځه زره ملي ګرامه ویټامین موندل کېږي، چې بیا د دفاعي سیستم او پوستکي لپاره هم ګټور تمامېږي.

د زیتونو تېل:

د زیتونو تېل چې د ویټامینونو او انټي اکسایدو درلودونکي وي، چې په همدې سبب د سترګو لپاره ګټور وي او دید یې تېزوي.

ګلپي، بند ګلپي او مرچک:

دغه سابه او خوراکي توکي د ویټامین سي یوه غوره ذریعه ګڼل کېږي، چې نه یوازې دفاعي سیستم ته ګټور وي بلکې د سترګو د دید لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

پالک:

پالک یو له هغه خوراکي توکو څخه دي چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي او اوسپنه شتون لري، چې همدا مادې سترګې د لمر له وړانګو ساتي.

د فیل مرغ غوښه:

ویل کېږي چې د فیل مرغ غوښه د زنک درلودونکي وي چې د سترګو د دید ساتنه کوي او د عصبي سیستم د پیاوړتیا سبب کېږي.

وچوې مېوې:

وچې په ځانګړي توګه بادام او ممپلي د ویټامین ای درلودونکي وي، چې د سترګو لپاره ګټور وي او دید یې زیاتوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …