کورپاڼه / بېلا بېل / د الوتکې هغه پټ ځايونه، چې د عامو خلکو ورتګ منع دى + ويډيو
کيټ کيملاني

د الوتکې هغه پټ ځايونه، چې د عامو خلکو ورتګ منع دى + ويډيو

په الوتکه کې ځينې داسې برخې هم وي، چې هلته د مسافرو يا عامو خلکو ورتګ منع وي، دغه ځايونو ته يوازې د الوتکې کارمندان ورتللى شي.

اوس تازه د الوتکې يوې کارمندې يا ايرهوسټس په ټک ټاک کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې خلکو ته يې د الوتکې دغه پټ ځايونه ورښودلي دي.

د ډېلي سټار وېبپاڼې د راپور په وېنا، د کيټ کيملاني په نوم د الوتکې يو کارمندې په ټک ټاک ويډيو کې هغه پټ ځايونه خلکو ته ښودلي دي، چې يوازې د الوتکې کارکونکي ورتللى او هلته استراحت کولى شي.

کيټ وايي، دا ځايونه د مسافرو د ناستې ځايونو لاندې يا پاس جوړ شوي وي، چې د الوتکې ځينې کارمندان لاندې او ځينې پاس استراحت کوي.

نوموړې وايي، چې دا ډېر تنګ ځايونه دي، خو دلته پردې هم لګېدلي دي، چې هر سړى خپل شخصي حريم وساتي. د پيلوټانو د استراحت لپاره بيا د بزنس کلاس په برخه کې يو پټ ځاى جوړ شوى وي، چې دا ځاى د کاک پټ سره نږدې وي.

د کيټ د ټک ټاک دا ويډيو ډېره زياته خلکو خوښه کړې ده، چې تراوسه پورې له ٣٠٠ زرو څخه زياتو کسانو لايک کړې ده او خلکو هيله کړې ده، چې دا پټ ځايونه وويني.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …