کورپاڼه / خبرونه / دوه عکسونه؛ دوه غبرګونونه؛ او ګڼې تبصرې
شاهد اپريدى، حارث روف، کريم جنت او رحمان الله ګربز

دوه عکسونه؛ دوه غبرګونونه؛ او ګڼې تبصرې

تېره ورځ د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سيالۍ پيل شوې، چې په يوه لوبه کې د ډيلي بولز او بنګله ټايګرز لوبډلې هم مخامخ شوې، چې رحمان الله ګربز د ډيلي بولز او کريم جنت د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره لوبېدل.

که څه هم په ټي ١٠ ليګ کې ډېر افغان لوبغاړي لوبېږي، خو له پرون راهيسې د کريم جنت او رحمان الله يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د خلکو له لوري پرې بېلا بېل غبرګون ښکاره کېږي.

کريم جنت چې کله خپل لومړني اور کولو ته راغى، نو رحمان الله ګربز توپوهنې ته ولاړ و، چې هغه پرې په ٥ توپونو ١٦ منډې وکړې، ١ وايډ بال هم وشو او په وروستي توپ باندې کريم جنت د رحمان الله ګربز ويکټ واخيسته.

له ويکټ اخيستو وروسته کريم جنت له غصې، جذباتو او احساساتو يو ډک ايکشن وکړ، چې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شو.

کريم جنت او رحمان الله ګربز

ډېرى خلکو په ټولنيزو رسنيو کې د کريم جنت په دې ايکشن غبرګون وښود او پر هغه يې سختې نيوکې وکړې او وې ويل، چې له خپل افغان لوبغاړي سره بايد داسې ايکشن نه واى ترسره شوى.

خو بل خوا ځينو افغانانو بيا د کريم جنت دفاع هم وکړه او وې ويل، چې دواړه لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو لپاره لوبېږي او په کرکټ کې دا عادي خبره ده، له مېدان بهر بيا دواړه ملګري دي.

بلخوا د دې پېښې نه وروسته د دوه پاکستاني لوبغاړو يو عکس يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې راښکاره شو، چې د پاکستان سوپر ليګ د سياليو پر مهال په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوى و.

د پاکستان سوپر ليګ په تېرو سياليو کې، کله چې شاهد اپريدي توپوهنې ته راغى، نو حارث روف توپ اچونه کوله او د شاهد اپريدي ويکټ يې واخيسته.

خو د نوموړي له سوځولو وروسته حارث روف په هماغه وخت له شاهد اپريدي بخښنه وغوښته، چې د نوموړي دا عکس په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شو.

شاهد اپريدي او حارث روف

ځينو خلکو د کريم جنت او رحمان الله ګربز او همدا راز د شاهد اپريدي او حارث روف دا عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي او وايي، چې نور څه کوي، او موږ څه کوو.

تاسې به هم دا عکسونه ليدلي وي، د کريم جنت په دې ډول غبرګون ستاسې نظر څه دى؟

دا هم ولولئ

سنجى منجريکر

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې …