کورپاڼه / روغتيا / ذهني فشار مو څه ډول د مخ پوستکی، ویښتان او نوکان اغېزمنوي؟

ذهني فشار مو څه ډول د مخ پوستکی، ویښتان او نوکان اغېزمنوي؟

د بېلابېلو ستونزو او د ژوند د حالاتو په نتیجه کې له ذهني فشار سره مخ کېږو، چې بیا مو د بدن د داخلي برخې په ګډون په بهرنی بدن یا پوستکی هم اغېزمنوي. د العربیه نیټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ذهني فشار په پایله کې اته ډوله اغېزې پرېوځي، چې دلته به یې ولولو.

د سترګو حلقې:

د سترګو حلقې ډېری وخت د خوب د ستونزو یاهم د بۍ په سبب رامنځته کېږي، چې بیا یې مخ په خوله وېده کېدل ډېروي. ویل کېږي چې ددې لپاره چې له ستونزې ځان وژغورو باید اته ساعته خوب وکړو او له وېده کېدو یو ساعت دمخه باید موبایل یا سکرین ونه کاروو. دغه راز له وېده کېدو څخه یو ساعت دمخه د چایو څښل هم آراموونکي تمامېږي.

د پوستکي سپوروالی:

ستړیا او کمزوري هم نیغ په نیغه پر پوستکي اغېز کوي، چې بیا د پوستکي د سپوروالي سبب کېږي. دغه راز قهوه او یخ څښاک هم پوستکی سپوروي. ددې لپاره هره ورځ اته پیالې اوبه وڅښئ، جوس وڅښئ او د چایو استعمال هم ښه وي ځکه چې چای د انټي اکسایدو لرونکي وي، چې بیا پوستکي ته ګټور وي او د مېوو او سبو خوړل هم ورته ګټور وي.

د مخ سرخي یا سوروالی:

د ستړیا یاهم د مخ د سرخي د ختمولو لپاره ځینې تمرینونه ترسره کړئ او په هغه تېلو یې مالش کړئ چې اعصابو ته آرام ورکوي. دغه کریم هم استعمالولی شئ.

دانې:

د ذهني فشار په سبب د کورټیسول هورمون په ډېره اندازه افرازېږي، چې بیا په پوستکي داسې مادې پیدا کوي چې دانې ورځنې پیدا کېږي، ددې لپاره څو ژورې ساه ګانې واخلئ ترڅو فشار مو کم شي او ښه خواړه وخورئ.

ګونځې:

ډېری وخت د ستړیا په سبب د مخ په ځینو برخو ګونځي څرګندېږي، چې د فشار په ډېرېدو سره نورې هم ډېرېږي، نو ددې لپاره باید ذهني فشار ته خدای په اماني ورکړو او د ګونځو د ختمولو لپاره یو ښه کریم واخلو.

پر ویښتانو د ذهني فشار اغېزې:

د ذهني فشار اغېزې تر پوستکي محدودې نه وي، بلکې له دې څخه هم یو قدم وړاندې ځي او پر ویښتانو تاثیر ښېندي.

د ویښتانو توییدل:

ذهني فشار د ویښتانو د حجرو مرحله تېزوي، چې بیا یې په سبب ډېر ژر د ودې له مرحلې تېرېږي او د ضرر مرحلې ته یې داخلېږي. نو ددې ستونزې د حل لپاره له مناسبو او ښو تېلو او شامپو څخه ګټه پورته کړئ.

مخکې له وخته د زړښت اثار:

ویل کېږي چې د ذهني فشار په سبب په ویښتانو کې ځینې بدلونونه راځي چې بیا د ویښتانو د سپینېدو سبب کېږي. نو په داسې حالاتو کې له هغه شامپو څخه کار واخلئ چې ښه ډېر پروټین ولري.

په نوکانو د ذهني فشار اغېزې:

د نوکانو د ښه والي او بدوالي اړیکه له بدن او په بدن کې د بېلابېلو حالتونو سره وي، چې بیا ځینې اغېزې پر نوکانو پرېباسي.

ژورې کرښې:

په نوکانو کې د عمودي کرښو پیدا کېدل عام دي چې د عمر په ډېرېدو یاهم د ویټامینونو د کمښت په سبب رامنځته کېږي. خو که چېرته په افقي ډول نوکانو کرښې پیدا کړې نو پوه شئ چې د ذهني فشار په سبب رامنځته شوي او د ځینو نورو ستونزو څرګندونه هم کموي لکه د زنک کمښت، شکر او د رګونو ناروغۍ

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …