د طالبانو د سیاسي دفتر غړي عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې ویلي دي، چچې اشرف غني د سولې پر وړاندې خنډ دی او که هغه استعفا ورکړي، نو دوی چمتو دي چې سوله وکړي.
د طالبانو یو پلاوی چې روسیې ته تللی و، هلته يې یوې خبري ناسته کې دا خبرې کړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر غړي عباس ستانکزي په دغه خبري ناسته کې ویلي دي، چې د ولسمشر اشرف غني د واک پای ته رسولو او د افغانستان د نوي اسلامي دولت جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
هغه په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د “سولې پر وړاندې يوازينی خنډ د ولسمشر غني اداره” ده او که چېرې نوموړی استعفا وکړي، نو طالبان حاضر دي چې سوله وکړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا سره د طالبانو له تړون وروسته د افغان حکومت پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تراوسه يې کومه پایله نه ده ورکړې.
د موقت حکومت په اړه هم ډېر غږونه راپورته شوي دي، خو ولسمشر غني څو څو ځل په خپله وېنا کې ویلي دي، چې د ټاکنو له لارې کامیاب شوي ولسمشر ته به واک سپاري او له هغه پرته واک نه پرېږدي.