کورپاڼه / جالب / هغه ماهي چې د اوبو په تېزې دارې سره ښکار کوي، ویډیو وګورئ!

هغه ماهي چې د اوبو په تېزې دارې سره ښکار کوي، ویډیو وګورئ!

د ماهیانو په اړه به مو ډېرې جالبې اورېدلي وي، خو دا به مو نه وي اورېدلي، چې یو ماهي دې د اوبو په تېزې دارې سره خپل ښکار په نښه کړي او خپله خېټه دې پرې ډکه کړي، هو نن ورځ د همداسې یو ماهي په اړه خبرې کوو، چې ساینسي نوم یې Toxotes jaculatrix دی، خو د ارچر فش په نوم سره شهرت لري.

دغه ماهي د ښکار کولو پر وخت پخپل خوله له اوبو ډکوي، بیا د اوبو له سطحې بهر راوځي او خپل ښکار لټوي. کله چې نږدې کومه حشره وویني په نښه کوي یې او د اوبو تېزه داره پرې وشیندي، چې بیا همدغه داره یې په ښکار د تیر په څېر پرېوځي او راغورځوي یې، کله چې یې ښکار په اوبو کې ولوېږي، چې سمدستې یې خوري.

که څه ددې ماهیانو ډېر ډولونه بېخي واړه یعني له  پنځو څخه تر اوو اینچو پورې غټه وي، خو د اوبو د دارې په وسیله د ښکار په نښه کول وړتیا یې طبیعي او حیرانوونکې ده.

د جنوبي اسیا او د جنوب ختیځې اسیا په سمندري ساحلونو د مینګرووز ځنګلونه ډېر مشهور دي او ددې ماهیانو ټول ډولونه د همدې ځنګلونو ته نږدې په لږ ژور سمندر کې موندل کېږي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …