کورپاڼه / جالب / له بد اخلاقو مسافرو څخه د الوتنې پرمهال څه ډول بدل اخیستل کېږي؟

له بد اخلاقو مسافرو څخه د الوتنې پرمهال څه ډول بدل اخیستل کېږي؟

د ډیرن کیرډوسا په نوم د ټیک ټاک یو کاروونکی پخپله یوه ویډیو د الوتکې له کارمندانو پوښتنه کړې، چې دوی له بد اخلاقو مسافرو د الوتنې پرمهال څه ډول بدل اخلي؟ لاندې ورته په کمنټونه کې د الوتکې د کارمندانو لخوا له بد اخلاقو مسافرو څخه د بدلې د اخیستلو داسې طریقې ښودل شوي، که چېرته یې واورئ نو هیڅکله به د بد اخلاقۍ جرات ونه کړئ.

د میل انلاین د راپور له مخې یو د الوتکې کارمند وایي، چې دوی دغه ډول مسافرو ته د تشناب په څنګ کې چوکۍ ورکوي. یو بل د الوتکې کارمند بیا وایي چې دوی دا ډول مسافرو ته له ډوډۍ سره یخ یا ساړه غوړي ورکوي. دغه راز د ایبوني میلنسن په نوم یو بل کارمند لیکي، چې دی ورته د جوس له ښکته خوا تاووي او خرابوي یې، چې په دې ډول یې د مېوې ټوټې په بیخ کې نښلي او د جوسو په څښلو کې ورته ستونزه پیدا کېږي.

بله خوا ریچل هینډرک په نوم یو د الوتکې کارمند بیا لیکي، چې دی یو ځل د یو بد اخلاقه مسافر څخه د بدل اخیستو په پار د هغه څنګ ته هغه سپری وشیندله، چې له بدن څخه د بد بویه هوا د خارجېدو په صورت کې شیندل کېږي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …