کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد اميرخېل: که غواړئ د تشويش مخه ونيسئ، نوى او ډاډمن ژوند پيل کړئ
جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل: که غواړئ د تشويش مخه ونيسئ، نوى او ډاډمن ژوند پيل کړئ

د هېواد مشهور او نوميالي هنرمند جاوېد اميرخېل نجونو او هلکانو ته د تشويش د مخنيوي او د نوي او ډاډمن ژوند د پيلولو په تړاو مشوره ورکړې ده، چې خلکو يې هم مشوره ډېره خوښه کړې ده.

جاوېد اميرخېل په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل يو عکس سره يوه مشوره له خپلو مينه والو سره شريکه کړې ده، چې د هغه د مينه والو له لوري ډېره خوښه شوې ده.

جاوېد اميرخېل په خپل پوسټ کې ليکي، چې په ننني وخت کې ډېرى ځوانان د تشويش له امله غمجن او بې زړه وي، بيا چې کوم ځاى کې سره مخ شو، نو د دې حالت څخه د خلاصون په خاطر مشورې او لارښوونې غواړي.

نوموړى مخکې ليکي، زه هغه ټولو ځوانانو نجونو او هلکانو ته دا مشوره ورکوم، چې که چېرې غواړئ د سودا او تشويش مخه ونيسئ او يو نوى او ډاډمن ژوند پيل کړئ، نو تل په هغو نعمتونو حساب وکړئ او شکر وباسئ چې الله ج ستاسې په نصيب کړي دي او لرئ يې، نه په خپلو محروميتونو او جنجالونو تاسې دا تجربه وکړئ، زه ډاډ درکوم چې په ډېر کم وخت کې به مو د ژوند ټول اړخونه له خوښيو او لاسته راوړنو ډک شي.

جاوېد اميرخېل يو ساعت مخکې دا پوسټ په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى، چې تراوسه پورې شاوخوا ٦ زره کسانو خوښ کړى دى او همدا راز سلګونه کسانو پرې تبصرې کړې دي او د هغه د مشورې ستاينه يې کړې ده.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …