ډيلي بولز د ښې توپ اچونې وروسته چټکه توپوهنه ترسره کړه او د مراټا عربينز هدف يې په ٥ اورونو کې پوره کړ چې د ٩ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.
د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ پنځمه لوبه د مراټا عربينز او ډيلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ډيلي بولز پچه وګټله او مراټا عربينز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
مراټا عربينز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٨٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې مصدق حسېن ٣٥ ناسوځېدلې او جاوېد احمدي ٢٤ منډې وکړې.
د ډيلي بولز له لوري عماد بټ، فيډل ايډورډز او علي خان ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٨٨ منډو هدف د ډيلي بولز لوبډلې په ٥ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې په خپله دويمه لوبه کې هم بريا خپله کړه.
د دوى له لوري ايون ليويس د ٧ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ١٦ توپونو ٥٥ ناسوځېدلې، روي بوپاره ٢٨ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز ٤ منډې وکړې.
د مراټا عربينز له لوري يمين احمدزي ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عماد بټ ته ورکړل شوه.
نن وروستۍ او عمومي شپږمه لوبه د دکن ګليډيټرز او ټيم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.