کورپاڼه / هنر او کلتور / د کانز فلم د فیسټیول پرمهال له پریانکا چوپړا سره څه وشول؟

د کانز فلم د فیسټیول پرمهال له پریانکا چوپړا سره څه وشول؟

د بالیووډ هنرمنده پریانکا چوپړا وایي، چې د کانز فلم په فیسټیول کې د ګډون پرمهال ډېره وېرېدلې وه او په سره قالینه د تېرېدلو څخه دمخه یې د قیمتي جامو زیپ هم مات شوي و.

نوموړې په ټولنیزه رسنۍ انسټاګرام کې پخپله سټورۍ عکس خپور کړی او لیکلي یې دي، چې نوموړې په ۲۰۱۹ کې د لومړي ځل لپاره د کانز فلم په فیسټیول کې ګډون کړی و، په عکس خو ډېره ډېره خوشحاله او آرامه ښکاري، خو په دې ډېر لږ خلک پوهېږي، چې نوموړې به دا وخت دننه څومره وېرېدلي وي. په فیسټیول کې د ګډون لپاره په موټر کې هم ناسته وه، چې پنځه دقیقې مخکې یې د جامو بند کړی زیپ مات شو، چې بیا یې ډلې یا کاري ډلې په موټر کې دننه پنځه دقیقې وخت ور کړ.

&https://www.instagram.com/p/CKltYUHDEgG/?utm_source=ig_web_copy_link;

پریانکا چوپړا وایي، که چېرته په دې اړه نور معلومات یا پېښې لولئ، نو کتاب یې مطالعه یې کړئ. یاده دې وي چې د پریانکا چوپړا کتاب (Unfinished) به ډېر ژر په مارکیټونو کې ترلاسه شي.

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …