کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر: د سولې مخالف نه يم، بلکې قهرمان يم
ولسمشر غني

ولسمشر: د سولې مخالف نه يم، بلکې قهرمان يم

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې هغه د سولې مخالف نه دى، بلکې د سولې قهرمان دى او افغانان د موقت حکومت نه بدې خاطرې لري.

ولسمشر غني چې د اسپن امنيتي مجمع له خوا په بحث کې يې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې يې وويل، چې افغانان د موقت حکومت نه بدې خاطرې لري، ځکه چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ وروستيو پېښو څرګنده کړه چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې زه د سولې مخالف نه يم، بلکې د سولې قهرمان يم.

د يادولو وړ ده چې د طالبانو د سياسي دفتر غړي عباس ستانکزي په مسکو کې له رسنيو سره په خبرو کې د اشرف غني د استعفا په اړه خبرې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې اشرف غني له ولسمشرۍ نه استعفا ورکړي، نو هغوى به سوله وکړي، د سولې لپاره بايد چې اشرف غني حکومت پرېږدي.

د عباس ستانکزي له دې خبرو وروسته چارواکو او ولس هم د هغه خبرو ته غبرګون ښکاره کړى دى.

دا لومړى ځل دى چې د طالبانو د سياسي دفتر غړو له رسنيو سره د اشرف غني د استعفا په تړاو خبرې کړې دي. همدا راز د افغان پلاوي او طالبانو د پلاوي ترمنځ روانې خبرې هم له ځنډ سره مخ شوي دي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …