کورپاڼه / خپلواک / د انګلستان په سل توپيز ټورنمنټ کې ۴ افغان لوبغاړي واخيستل شول
راشد، قېس، مجيب او نبي

د انګلستان په سل توپيز ټورنمنټ کې ۴ افغان لوبغاړي واخيستل شول

خپلواک وېبپاڼه (۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹): په انګلستان کې د کرکټ د نوې بڼې (سل توپيز ټورنمنټ) لپاره د لوبغاړو د اخيستلو پړاو يا ډرافټ مراسم ترسره شو، چې دغه لړ کې ۱۰ افغان لوبغاړي هم وړاندې شو، چې ۴ افغان لوبغاړي پکې په لوړه بيه بېلا بېلو لوبډلو واخيستل.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان، چې د نړۍ په ځوانو او مخکښو ورو توپ اچوونکو کې يو نامتو نوم دی، په سل توپيز ټورنمنټ کې د ټرينټ روکيټس لوبډلې په ۱۲۵ زره پاونډه واخيسته.

همدا راز د افغانستان بل مخکښ ورو توپ اچونکی مجيب الرحمان هم په لوړه بيه واخيستل شو. نوموړی چې په بېلا بېلو تجارتي ليګونو او افغان ملي لوبډله کې ښه ځلېدلی دی، په سل توپيز ټورنمنټ کې د نارترن چارجيس لوبډلې په ۱۲۵ زره پاونډه خپل کړ.

د افغان لوبډلې يو تجربه لرونکی الراونډر، چې افغان لوبډلې ته يې ډېرې برياوې راوړي او همدا راز په تجارتي ليګونو کې هم ښه ځلېدلی دی، هغه هم محمد نبي دی چې په سل توپيز ټورنمنټ کې د لندن سپرايټ لوبډلې په ۱۰۰ زره پاونډه واخيسته.

قېس احمد د افغانستان بل ورو توپ اچونکی دی، چې د افغانستان لپاره يې تر دې مهاله پورې يوازې يوه ټېسټ لوبه ترسره کړې ده، خو هغه په کورني کرکټ او همدا راز په تجارتي ليګونو کې خپله وړتيا ښکاره کړې او ښه ځلېدلی دی، چې په دغه ټورنمنټ کې د ويلش فاير لوبډلې په ۶۰ زره پاونډه د خپلې لوبډلې سره يو ځای کړ.

په دغه ټورنمنټ کې ۸ لوبډلې ګډون لري، تر هر ۱۰ توپونو وروسته د توپ اچونې اړخ بدلېږي، همدا راز يو توپ اچونکی کولای شي چې پرلپسې ۵ يا هم ۱۰ توپونه ترسره کړي، خو ويل کېږي چې ۱ اور به د ۵ توپونو وي. يو توپ اچونکی بيا په يوه لوبه کې ټول ۲۰ توپونه ترسره کولای شي.

۲۵ توپونه پاور پلی لري، په پاور پلی کې دوه ډګر ساتونکي بيا له دايرې د باندې درېږي. همدا راز هره لوبډله کولای شي چې دوه نيمې دقيقې دمه يا سټراټيژيک وخت واخلي. دا ټورمنټ په ۲۰۲۰ کال کې د جولای په مياشت کې ترسره کېږي، چې ۷ ورځې به دوام وکړي او د انګلستان په وخت ماښام ۷ بجې به يې لوبې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …