کورپاڼه / جالب / یو امریکایي خپل ۱۲۷ کیلو ګرامه وزن کم کړی

یو امریکایي خپل ۱۲۷ کیلو ګرامه وزن کم کړی

راپورونه وایي چې د امریکا یو تن اوسیدونکي د ۱۲۷ کیلو ګرامه وزن په کمولو سره ټول نړۍ ګوته په غاښ کړه، خو پوښتنه داده چې آیا دومره وزن کمول شوني دي؟ تاسې به هم ددې پوښتنې د ځواب په تمه یئ.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ډیلټن په نوم ۲۷ کلن شخص چې ۲۳۳ کیلو ګرامه وزن یې درلود، خو نوموړي په ډېر حیرانوونکې ډول سره د ۱۲۷ کیلو ګرامه وزن په کمولو ټوله نړۍ ګوته په غاښ کړې.

راپور زیاتوي چې ډیلټن د چاغښت په سبب په تللو یا تګ کولو کې هم تل له ستونزو سره مخ و، چې بیابه یې په انلاین ټیکسي سفر کاوه او په ورځني ډول به یې تقریباً ۱۰۰ ډالره مصرفول. دغه راز د خوب له ستونزو سره هم مخ و، چې بالاخره له دې لویې ستونزې یې ځان خلاص کړ او د عملیاتو په ذریعه یې خپل وزن کم کړو. یعنې ډاکترانو یې د عملیاتو په ذریعه د بدن اضافي وازده لېرې کړه او د خېټې دروند وزن یې هم کم کړو.

ویل کېږي چې اوسمهال د ۲۷ کلن ډیلټن وزن ۱۰۶ کیلو ګرامه دی او هڅه یې داده چې خپل غذایي رژیم ته پاملرنه وکړي. دغه راز نوموړی په ورځني ډول د ۱۵۰۰ کالورۍ د لاسته راوړلو عادت خپل کړی.

ډیلټن پخپل یو بیان کې ویلي ول، چې دی په بازاري خوړو عادت و او وزن یې له ماشومتوب څخه ډېرېدو، چې په ښوونځي کې به خلکو پرې ټوکې کولې او په لومړنیو ورځو کې ورته ډاکتر د خطرناکو ناروغیو په اړه هم ویلي ول، خو اوسمهال د بریالیو عملیاتو وروسته په عادي ډول ژوند کوي.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …