کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دکن ګليډيټرز لومړۍ بريا خپله کړه
محمد شهزاد

دکن ګليډيټرز لومړۍ بريا خپله کړه

د دکن ګليډيټرز لوبډلې نن د توپ اچونې نه وروسته ښه توپوهنه هم ترسره کړه او په خپله دويمه لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ٦مه لوبه د ټيم ابوظهبي او دکن ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ګليډيټرز پچه وګټله او لومړى يې ابوظهبي ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٩٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوکي رايټ ٢٥، جو کلارک ٢١ او جېمي اويرټون ١٠ منډې وکړې. همدا راز کريس ګيل، پال سټرلينګ، نجيب الله ځدراڼ او نوين الحق په ٤-٤ منډو وسوځېدل.

د دکن ګليډيټرز له لوري ظهور خان په ٢ اورونو کې ١٣ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، امتياز احمد ٢، ارون سمرز او سنيل ناراين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٩٦ منډو هدف د دکن ګليډيټرز لوبډلې په ٩.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په خپله دويمه لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د دوى له لوري کيمرون ډيلپورټ ٤٠، کيرون پولارډ ٢٤ او محمد شهزاد ٢١ منډې وکړې.

د ټيم ابوظهبي له لوري جېمي اويرټون په ١.٤ اورونو کې د ١٨ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي وسوځول، روهن مصطفى ١ ويکټ واخيسته، نوين الحق په ٢ اورونو کې ٢٧ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې وانخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ظهور خان ته ورکړل شوه.

سبا د جنورۍ په ٣٠مه نېټه هم د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ٣ لوبې ترسره کېږي، چې بنګله ټايګرز به له مراټا عربينز، قلندرز به له ټيم ابوظهبي او ډيلي بولز به له ناردرن واريرز سره مخ شي.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …