کورپاڼه / جالب / د خوب شوقیان یا مینوال دې دا توشکې وازمایي او درې زره ډالر دې وګټي

د خوب شوقیان یا مینوال دې دا توشکې وازمایي او درې زره ډالر دې وګټي

که چېرته تاسې رښتیا د خوب شوقیان یا مینوال یئ، نو د یوه شرکت د نوو توشکو په ازمایلو سره درې زره ډالر ګټلی یا ترلاسه کولی شئ.

د Sleep junkie په نوم یو ویب سایټ اعلان کړی او یو فارم یې خپور کړی، چې ددې فارم په وسیله شرکت خپلې درې نوې توشکې ازمایي او په بدل کې یې درې زره ډالر هم ورکوي. شرایط یې په دې ډول دي چې یو شخص به تر دوو میاشتو پورې درې توشکې استعمالوي او د هرې یوې په اړه به تفصیلي څرګندونې لیکي. د توشکو د استعمال پر وخت یې د ځان سره د ساتلو اجازه هم لرلی شئ او بیابه په نغدي ډول انعام ترلاسه کړئ.

Sleep junkie پخپل ویب سایټ لیکلي دي: اړینه ده چې تاسې مخته لاړ شئ او خپل شوق مو وښایئ، موږ یو داسې رضاکار ته اړتیا لرو چې په آزاد ډول سره کار وکړي، خط به یې ښکلی او واضحه وي او د ژور خوب کولو سربېره د شیانو یا توکو تجزیه هم وکولی شي. ویب سایټ مخکې لیکي، چې دا توشکې یوازې ستاسو لپاره ځانګړي شوي او په دې کوم بل چاته د خوب کولو اجازه نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …