کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ټي ١٠ ليګ؛ نن به کوم افغان لوبغاړي څه وخت ولوبېږي؟ دلته يې ولولئ
افغان لوبغاړي

ټي ١٠ ليګ؛ نن به کوم افغان لوبغاړي څه وخت ولوبېږي؟ دلته يې ولولئ

د تېرو ورځو په څېر نن هم د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ٣ لوبې ترسره کېږي، چې له يوې لوبډلې پرته په پنځه لوبډلو کې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

نن د کومو لوبډلو لوبې دي او کوم افغان لوبغاړي پکې لوبېږي، دلته يې لولو.

بنګله ټايګرز د مراټا عربينز پر وړاندې

نن لومړۍ او عمومي ٧مه لوبه د بنګله ټايګرز او مراټا عربينز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٤:٣٠ بجې په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيلېږي.

مراټا عربينز دوه لوبې ترسره کړې دي، چې يوه بريا يې خپله کړې او بنګله ټايګرز بيا يو لوبه ترسره کړې ده او ماتې يې خوړلې ده.

 

د بنګله ټايګرز لپاره کريم جنت، قېس احمد، مجيب الرحمان، فضل حق فاروقي او نور احمد لوبېږي، خو نور احمد بيا په ټي ټين ليګ کې برخه نه ده اخيستې.

همدا راز په مراټا عربينز لوبډلو کې جاوېد احمدي او يمين احمدزى لوبېږي.

يمين احمدزى

قلندرز د ټيم ابوظهبي پر وړاندې

نن دويمه او عمومي اتمه لوبه د قلندرز او ټيم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٤٥ بجې پيل شي.

قلندرز او ټيم ابوظهبي دواړو يوه يوه لوبه ترسره کړې ده، چې قلندرز بريا خپله کړې او ټيم ابوظهبي له ماتې سره مخ شوى دى.

د قلندرز لوبډله کې افغان الراونډر عظمت الله عمرزى لوبېږي، همدا راز په ټيم ابوظهبي کې بيا نوين الحق او نجيب الله ځدراڼ لوبېږي.

ډيلي بولز د ناردرن واريرز پر وړاندې

نن به دريمه او عمومي ٩مه لوبه د ډيلي بولز او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٩ بجې پيلېږي.

ډيلي بولز دوه لوبې ترسره کړې دي چې دواړو کې يې بريا خپله کړې او ناردرن واريرز بيا يوه لوبه ترسره کړې ده چې له ماتې سره مخ شوې ده.

د ډيلي بولز لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز، محمد نبي او وقار سلامخېل لوبېږي، خو په ناردرن واريرز لوبډله کې بيا کوم افغان لوبغاړى نشته.

رحمان الله ګربز

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …