کورپاڼه / هنر او کلتور / ساره خان: له واده وروسته اوس ډېر په ازادۍ سريالونو کې کار کوم
ساره خان

ساره خان: له واده وروسته اوس ډېر په ازادۍ سريالونو کې کار کوم

د پاکستاني سريالونو مشهوره هنرمنده ساره خان وايي، چې له واده وروسته اوس لا ډېر په ازادۍ په سريالونو کې کار کوي، چې مخکې يې دومره په ازادۍ نه شو کولى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، ساره خان په يوه مرکه کې وويل، چې له واده مخکې به په کور کې وه، چې له خويندو او کورنۍ سره به يې ډېر څه روان و.

هغه زياتوي، چې اوس له واده وروسته يوازې زه يم او زما خاوند، هغه ماته ډېره ازادي راکړې ده او زما ملاتړ کوي، هغه غواړي چې زه نوره هم مخکې لاړه شم، نو کار کول اوس لا ډېره خوښي راکوي.

ساره خان وايي، چې زه غواړم الله تعالى دې هرې ښځې ته داسې خاوند ورکړي، چې هغه د ښځې ملاتړ وکړي او هغه لا ډېر کار ته وهڅوي.

د يادولو وړ ده چې ساره خان تېر کال د جولاى په مياشت کې له پاکستاني سندرغاړي فلک شبير سره واده کړى و.

ساره خان چې ٢٨ کاله عمر لري، د سعودي عربستان په مدينه ښار کې زېږېدلې وه، چې په اصل کې د پاکستان ده او په ٢٠١٢ کال کې يې په لومړي ځل په پاکستاني سريالونو کې کار پيل کړ، چې اوس د پاکستاني سريالونو يوه مشهوره هنرمنده ده.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …