کورپاڼه / هنر او کلتور / فرهاد دريا: هر قضاوت چې د ځان په اړه کوو، هماغه شخص راڅخه جوړېږي
فرهاد دريا

فرهاد دريا: هر قضاوت چې د ځان په اړه کوو، هماغه شخص راڅخه جوړېږي

د دري او پښتو ژبې د هېواد مشهور سندرغاړى فرهاد دريا وايي، چې د ځان په اړه چې هر قضاوت کوو، په راتلونکي کې هماغه شخص راڅخه جوړېږي.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل يو همصنفي کيسه ليکلې ده او له هغه وروسته وايي، چې د ځان په اړه قضاوت تر ټولو خطرناک دى.

نوموړى دا هم وايي، چې له ځان سره بايد مينه ولرو او د ځان په باره کې بايد قضاوت ونه کړو.

فرهاد دريا وايي، چې د هغوى يو همصنفي به درس نه يادېده او هغه د ځان په اړه دا فکر کړى و، چې درسونه يې سر ته نه ځي، نو له همدې امله يې په ٧م ټولګي کې ښوونځى هم پرېښود.

نوموړى ليکي: د ځان په اړه چې هر قضاوت کوو، په راتلونکي کې هماغه شخص را څخه جوړیږي. که د هر کار له کولو دمخه ووایو “نه شم کولای”، یو ناتوانه انسان را څخه جوړیږي. که ووایو “حافظه مې خرابه ده”، حتی د ژوند درسونه هم را څخه هیریږي. که ووایو “زه شتمن کیدای نه شم”، د عمر تر پایه غریب او په اصطلاح نیستمن پاتې کیږو.))

فرهاد دريا په خپل پوسټ کې زياتوي: ((له ځانه سره باید مینه ولرو او پوه شو چې له ځان سره مینه، له ځان غوښتنې سره، له ځمکې تر آسمانه فرق لري.))

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …