د نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د وايټ واش ماتې ورکولو وروسته د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې د پاکستان ښځينه لوبډلې ته په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه.
د سويلي افريقا او پاکستان ښځينه لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لومړنۍ لوبه پرون په ډربن کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پاکستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
پاکستان ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې عايشه نسيم ٣١، کاينات امتياز ٢٤ او ندا ډار ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سويلي افريقا له لوري مريزين کېپ ٣ او شبنم اسماعيل ٢ ويکټې واخيستې.
د ١٢٥ منډو هدف د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې د ٨ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.
د دوى له لوري تزمين بريټس ٥٢ ناسوځېدلې، مريزين کېپ ٢٨ او ليزلي لي ٢٢ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري ايمان انور ٢ لوبغاړې وسوځولې.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه تزمين بريټس ترلاسه کړه.
د پاکستان او سويلي افريقا ښځينه لوبډلو ترمنځ به دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د جنورۍ په ٣١مه نېټه په ډربن کې ترسره شي.