کورپاڼه / هنر او کلتور / ځینې خلک ولې د نظر ماتولو لپاره سره مرچک استعمالوي؟

ځینې خلک ولې د نظر ماتولو لپاره سره مرچک استعمالوي؟

کله چې د چا په کارونو کې خنډ رامنځته شي یاهم یو روغ انسان ناڅاپه ناروغ شي یاهم له کوم بل مشکل سره مخ شي، نو ډېری خلک بیا باور لري چې ګوندې له نظره شوی دی، چې یوه طبیعي کړنه ده او د افغانستان او هندوستان په ګډون د ټولې نړۍ خلک پرې باور لري او ډېری خلک د نظر د ماتولو لپاره له سرو مرچکو څخه کار اخلي، خو پوښتنه داده چې خلک ولې د نظر ماتولو لپاره له سرو مرچکو څخه ګټه اخلي؟

وچ سره مرچ چې په هندوستان او پاکستان کې ډېر زیات استعمالېږي، نو په همدې سبب په ذکر شوو هیوادونو کې ډېر موندل کېږي او ددې لپاره یې د نظر ماتولو لپاره کاروي، چې سره مرچک ډېر ژر سوځې او کله چې وسوځي نو یو تېز بوی ترې پورته کېږي، خو کله چې د نظر د ماتولو لپاره استعمالېږي، نو هغه کس چې له نظره شوی وي که یې وسوځوي نو بد بوي نه کوي، چې بیا یې په همدې سبب ډېری خلک د نظر د ماتولو لپاره استعمالوي.

هندوان په دې باور دي، چې یو کس هغه وخت د نظره کېږي چې نور خلک ورسره حسد ولري، چې د حسد یا له یو چا څخه سوځېدل یې د سرو مرچکو له سوخت سره مترادف ګڼي، چې بیا په همدې سبب د نظر د ماتولو لپاره له سرو مرچکو څخه ګټه اخلي.

بله خوا فرانسویان بیا وایي چې سره مرچک له ځان سره ساتل چې د پایکسن په نوم مواد لري، د خوشحالۍ او خوښۍ نښه ده.

یاده دې وي چې زموږ په ټولنه کې د نظر ماتولو لپاره ډېری وخت له سپېلنیو او ماڼوګانو څخه کار اخیستل کېږي او په دودولو یا لوګی کولو سره یې د نظره شوي کس نظر مات وي، خو په نورو ټولنو کې بیا د نظر ماتول په نورو طریقو سره هم کېږي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …