کورپاڼه / روغتيا / آیا د تره له لور سره واده کول خطرناک تمامېدلی شي؟

آیا د تره له لور سره واده کول خطرناک تمامېدلی شي؟

آیا د تره له لور سره واده کول خطرناک ثابتېدلی شي، که خطرناک وي په کومه اندازه خطرناک وي؟ د یوې نوې څېړنې له مخې چې په ایرلینډ کې ترسره شوې، ویل کېږي هغه کسان چې د تره له لور سره واده کوي ماشومان یې نا آرامه او په ژور خپګان اخته کېږي او د ذکر شوو ناروغیو خطر یې د هغه کسانو په پرتله درې برابره زیات دی، چې په پردیو کې یې واده کړی وي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې دغه ډول کسان د عامو خلکو په پرتله دوه برابره ډېر په رواني ناروغیو اخته کېږي چې بیا ورته د مختلفو درملو لکه د شرټزوفرنیا د استعمال لارښوونه کېږي.

د څېړنې ترسره کوونکي څېړونکي وایي، هغه ماشومان چې والدین یا مور او پلار پخپلو کې سره خپلوان وي، د جینونو د بې نظمۍ له ستونزو سره ډېر مخ کېدلي شي، چې بیا ورته خطرناک تمامېږي.

څېړونکي وایې چې دا ډول ستونزې په دې سبب رامنځته کېږي چې په والدینو کې یې هغه ځانګړی ډی این ای شتون لري، چې په نیا او نیکونو کې یې شتون درلود او د دا ډول پېښو رامنځته کېدل، ماشومانو کې د زده کړې ستونزې او د ذهني کمزورۍ په څېر ستونزې رامنځته کوي. یاده دې وي چې په نړۍ کې په هرو لسو والدینو کې یې یو د تره له لور سره یاهم له کوم بل نږدې خپلوان سره واده کړی دی.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …