کورپاڼه / روغتيا / آیا د خولې پولۍ کېدل د دفاعي سیستم د کمزورۍ په سبب وي؟

آیا د خولې پولۍ کېدل د دفاعي سیستم د کمزورۍ په سبب وي؟

د خولې پولۍ کېدل یوه عامه ناروغي ده، چې د جراثیمو په سبب رامنځته کېږي، خو ځینې وخت بیا د نورو ناروغیو لامل کېږي. د سیدتي اخبار د یوې لیکنې له مخې ویل کېږي چې په خوله کې پولۍ په سپین شکل سره رامنځته کېږي، چې په ژبه او د غمبوري داخلي طرف ته ډېرې وي، خو په ځینو وختونو کې بیا په پاسنیو وریو هم رامنځته کېږي.

که څه هم د خولې پولۍ په هر یو کس کې رامنځته کېږي، خو په عموم کې بیا ماشومانو او د ډېر عمر لرونکي اشخاص ترې ډېر اغېزمن کېږي، ځکه چې د دوی دفاعي سیستم کمزوری وي. دغه راز په هغه کسانو کې هم موندل کېږي چې د یوې خاصې ناروغۍ درمل کاروي یاهم د نورو ستونزو ښکار وي. که چېرته د یو شخص دفاعي سیستم پیاوړی وي، نو د خولې پولۍ یې هم خطرناکې نه وي، خو که د کمزوري دفاعي سیستم لرونکي وي نو بیا ورته ستونزمنه تمامېږي.

د خولې د پولۍ کېدو سببونه:

دفاعي سیستم په عام ډول د زیانمنو حملو، ویروسونو او د بکټریا د مخنیوی لپاره فعالیت کوي او په بدن د ښو او زیانمنو جراثیمو ترمنځ اعتدال رامنځته کوي، خو ځینې وخت بیا ذکر شوی سیستم ناکامېږي او د خولې د پولۍ کېدو سبب کېږي.

د خولې د پولۍ کېدو د خطر سببونه:

که چېرته د لاندې سببونو څخه کوم یو لرئ، نو د خولې پولۍ مو د خطر سبب کېږي.

د دفاعي سیستم کمزوري:

د دفاعي سیستم په کمزورۍ سره په شېدو خوړونکو ماشومانو کې د خولې د پولۍ کېدو ستونزه رامنځته کېږي. دغه په ځینو روغتیایې حالاتو او په دفاعي سیستم د فشار په نتیجه کې هم رامنځته کېږي.

د شکر ناروغي:

که چېرته د شکر د ناروغۍ درملنه نه کوئ یاهم په ذکر شوې ناروغۍ کنترول نه شئ راوړلی، نو د خولې په لیاړو کې مو د شکر اندازه ډېږېږي او د پولۍ سبب یې کېږي.

درمل:

پریډیسون، کورټیکوسټیرایډز یا انټي بیوټیک درمل د بدن د مایکرو جنزمونو توازن خرابوي او د خولې د پولۍ کېدو خطر ډېروي.

د خولې نورې ناروغۍ:

د مصنوعي غاښونه ایښودل په ځانګړي ډول د خولې پاسني غاښونه یا د خولې وچېدل هم د پولۍ کېدو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …