کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بنګله ټايګرز لومړۍ بريا خپله کړه او کريم جنت د لوبې غوره لوبغاړى شو
کريم جنت

بنګله ټايګرز لومړۍ بريا خپله کړه او کريم جنت د لوبې غوره لوبغاړى شو

د بنګله ټايګرز لوبډلې ښه لوبه ترسره کړه چې په خپله دويمه لوبه کې يې مراټا عربينز ته د ٦ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ٧مه لوبه د مراټا عربينز او بنګله ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې بنګله ټايګرز پچه وګټله او لومړى يې مراټا عربينز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مراټا عربينز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته ١٠٣ منډې وکړې، چې محمد حفيظ په ٣٠ توپونو ٦١ ناسوځېدلې او عبدالشکور په ٣٠ توپونو ٣٤ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د بنګله ټايګرز له لوري قېس احمد ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٢ اورونو کې يې ٩ منډې ورکړې، همدا راز کريم جنت په ٢ اورونو کې ١٣ او مجيب الرحمان په ٢ اورونو کې ٢٨ منډې ورکړې.

د ١٠٤ منډو هدف د بنګله ټايګرز لوبډلې په ٨ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.

د دوى له لوري انډري فليچر ٣١، جوهانسن چارلس ٢٣، عفيف حسېن ٢٢ او چراغ سوري ١٩ منډې وکړې.

د مراټا عربينز له لوري يمين احمدزي، مکتار علي او سوهاګ غازي ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

کريم جنت د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

نن دويمه لوبه د قلندرز او ټيم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې ٦:٤٥ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …