کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ لومړنی د 200 میګا پکسله کامره لرونکی موبایل به ډېر ژر معرفي شي
ځيرک موبايل

د نړۍ لومړنی د 200 میګا پکسله کامره لرونکی موبایل به ډېر ژر معرفي شي

تر اوسه پورې په ځیرکو موبایلونو کې 108 میګا پکسله قوي کامره استعمال شوې، خو ډېر ژر به د نړۍ لومړنی د 200 میګا پکسله کامرې لرونکي موبایل معرفي شي، چې دا ویاړ به د سامسنګ یا د کومې مشهورې څانګې په برخه نه وي، بلکې یو چینایې شرکت به یې خپل کړي.

د چین په ټولنیزه رسنۍ د ویبو په سایټ له دوو نوو پوسټونه څخه څرګندېږي، چې د ZTE نوی Exxon 30 Pro به د سامسنګ د نوي 200 میګا پکسله S5K GND له سنسره مجهز وي، خو ددې کامرې سنسر لا تر اوسه پورې نه دی معرفي شوی.

ویل کېږي چې په دې دوو پوسټونه کې یو پوسټ د ZTE د یو کارمند لخوا شوی دی، چې له مخې یې ویل کېږي چې په دې موبایل کې به د Snap dragon 888 پروسیسر شتون ولري. دغه راز په پوسټ یې د Speaker 580 ISP باندې هم ټینګار کړی، چې دا پخپل د 200 میګا پکسله کامرې ترتیبوي او په تیاره کې هم د عکس اخیستلو وړتیا لري.

په دویم پوسټ کې بیا د ځیرک موبایلونو یو کاروونکي وایي، چې په دې موبایل کې به د سامسنګ معرفي کېدونکي د 200 میګا پکسله کامرې سنسر شتون ولري، چې حجم به یې 1/1.37 اینچه وي، چې د 108 میګا پکسله څخه به کوچنی وي او کامره به یې د 16K ریکارډ کولو وړتیا ولري.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …