د ټیک ټاک کاروونکي حریم شاه د پاکستان د هلال کمیټي د پخواني غړي مفتي عبدالقوي هغه ویډیو خپره کړې چې له یوې انجلۍ سره ډانس کوي.
څو ورځې وړاندې هم د مفتي عبدالقوي د څپړې خوړلو او د نورو رازونو په اړه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې وې، خو اوسمهال یو ځل د حریم شاه لخوا د مفتي عبدالقوي ویډیو خپره شوې ده.
View this post on Instagram
حریم شاه د خپل انسټاګرام په رسمي اکونټ یوه ویډیو خپره کړې چې پکې مفتي عبدالقوي له یوې انجلۍ سره غاړه په غاړه ډانس کوي، په ویډیو کې لېدل کېږي، چې مفتي د محفل د رڼاګانو او د بیګراونډ موسیقۍ په شوق کې یوه انجلۍ پخپلو منګولو کې نېولې او ډانس کوي.
یاده دې وي چې مو ورځې وړاندې حریم شاه د مفتي عبدالقوي هغه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې نوموړې مفتي ته څپړ ورکوي، له دې وروسته یې بیا د څپړې ورکولو تایید کوي او علت یې څرګندوي، خو مفتي عبدالقوي بیا په دې اړه وایي چې د یوې تلویزوني خپرونې لپاره حریم شاه او ده ته بلنه ورکړل شوې وه، چې بیا په هوټل ناست وم او حریم شاه موبایل کاروو، چې ناڅاپه یې کامره راواړوله او په څپړ یې ووهلم.