کورپاڼه / جالب / د واده په مراسمو کې ناوې له زوم څخه، پخواني ملګرې ته د غاړې ورکولو حیرانوونکې غوښتنه کړې.

د واده په مراسمو کې ناوې له زوم څخه، پخواني ملګرې ته د غاړې ورکولو حیرانوونکې غوښتنه کړې.

څو ورځې وړاندې په انډونیزیا کې یو ناوې د خپل واده په مراسمو کې خپل پخواني ملګري یا بوایي فرینډ ته د غاړې ورکولو غوښتنه کړې او انټرنیټ ته یې د ویډیو له پورته کولو سره یو شور راپورته کړ. د انډیا ټایمز د ویډیو له مخې لېدل کېږي، چې ناوې او زوم په سټیج موجود وي، چې د ناوې پخوانی ملګری یا بوایي فرینډ راځي او د لاس ورکولو لپاره ناوې ته لاس اوږدوي.

کله چې ناوې دا حالت وینې، خپل خاوند ته مخ ور اړوي او اجازه ورځنې غواړي، چې آیا کولی شي چې یوازې یو ځل ورته غاړه ورکړي؟ کله یې چې خاوند اجازه ورکوي، ناوې بېرته مخ اړوي او ملګري ته غاړه ورکوي. ناوې پخپله دغه ویډیو په ټیک ټاک پورته کړې، چې ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې او ځینو کسانو پرې غبرګونونه هم ښودلي، یو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي لیکي، چې دا خاوند له دې څخه د غورې انجلۍ حقدار دی.

بل یو بیا وایې، چې لږ تر لږه ناوې خو اجازه غوښتنې. یو بل کاروونکي لیکي چې د واده په ورځ د خپل خاوند ترمخ پردي سړي ته په غاړې ورکولو سره دې ناوې د خپل خاوند هیڅ عزت ونه کړو، د خاوند لپاره خو له دې نه ډېر ځورونکې لمحه بله نشته هغه که اجازه یې هم ورکړي وي، خو د ناوې په دې حرکت سره د خاوند له څېرې څخه یې تکلیف څرګندېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

یو هلک وروسته له دې چې له انجلۍ سره یې اړیکه ختمه شوه؛ پر انجلۍ یې د کړو خرچو غوښتنه وکړه

یو هلک وروسته له هغې چې له یوې انجلۍ سره یې اړیکه ختمه شوه، د …