کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ډاکټر عبدالله له هنرمندانو سره ليدلي او د سولې په اړه يې د هغوى نظرونه اورېدلي
ډاکټر عبدالله عبدالله او اريانا سعيد

ډاکټر عبدالله له هنرمندانو سره ليدلي او د سولې په اړه يې د هغوى نظرونه اورېدلي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د فرهنګي او هنري ټولنو سره يوه ځانګړې ناسته کړې ده، چې د هغوى نظرونه او پېشنهادونه يې اورېدلي دي.

په دې ناسته کې د هېواد مشهورې سندرغاړې اريانا سعيد په ګډون، ډېر شمېر هنرمندانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه او همدا راز هغه هنرمندان چې له هېواده بهر ژوند کوي، د ويډيويي کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ((په اوس وخت کې سوله په مهمو او حیاتي خبرو بدله شوې، د دې خبرو د بریا لپاره د ټولنې د ټولو قشرونو نظرونو او پېشنهادونو ته اړتیا لرو، چې پدې برخه کې د فرهنګي او هنري ټولنو نظرونه حیاتي دي.))

دوى ليکي: ((مرکچي پلاوی د ټولو افغانانو په استازولۍ په دوحه کې حضور لري، افغانان د کلونو راهیسي سولې او ثبات ته د رسېدو په برخه کې قربانۍ ورکوي، اوس حق لري، چې له دوئ څخه ښه او غوره استازولي وشي. فرهنګیان او هنرمندان د ټولنې لویه او موثره برخه جوړوي، چې د ټولنې په بدلون کې مهم رول لري.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ فرهنګیانو او هنرمندانو د ټولنې د سمون، هنر او فرهنګ د ساتنې په برخه کې له هیڅ هڅې درېغ ندی کړی.))

همدا راز ليکي: ((په دې ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې له هېواده بهر ځینو فرهنګیانو او هنرمندانو هم حضور لاره وویل، په ټولنه کې فرهنګیان او هنرمندان د مینې ویشونکي دي، د انسانیت او انسان دوستۍ پلوي دي، ولې د نظام د ډېرو مهربانیو محروم دي.))

د دوى له قوله زياته شوې: ((فرهنګي او هنري ټولنې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي، له هغې سولې چې پکې د افغانانو اساسي حقونه او د بېلا بېلو ټولنیزو ټولنو حقونه خوندي اوسي او زموږ ټولنې ته د نړۍ مدرن کېدو ته لار هواره کړي.))

دا هم ولولئ

شاه محمود قریشي

پاکستان له افغانستان سره پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي

پاکستان له افغانستان سره د پنځه میلیارده کلدارو مرسته کوي، دا اعلان تېره ورځ د …