کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډيلي بولز لومړۍ ماتې وخوړه
محمد نبي

ډيلي بولز لومړۍ ماتې وخوړه

په روان ليګ کې لومړۍ لوبه ده چې ناردرن واريرز له خپل ټاکل شوي هدف څخه په ښه توګه دفاع وکړه او د ٣٢ منډو په توپير يې د ډيلي بولز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ٩مه لوبه د ناردرن واريرز او ډيلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ډيلي بولز پچه وګټله او لومړى يې ناردرن واريرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ناردرن واريرز که څه هم کمزورى پيل وکړ، خو وروسته يې چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيکولاس پوران د ٥ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٢١ توپونو ٥٤، فابين الين ٢٨ ناسوځېدلې، رومان پاويل ٢٤ ناسوځېدلې او برېنډن کنګ ١٨ منډې وکړې.

د ډيلي بولز له لوري علي خان، وقاص مقصود او ډواين براوو ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٣٨ منډو هدف په تعقيب کې د ډيلي بولز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٥ منډې وکړې او د ٣٢ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري روي بوپاره ٣٦، رحمان الله ګربز ١٥، محمد نبي ١٥ ناسوځېدلې، ايون ليويس او اډم ليت هم ١٣-١٣ منډې وکړې.

د ناردرن واريرز له لوري واين پارنيل ښه توپ اچونه ترسره کړه چې هېټريک يې وکړ، نوموړي په ٢ اورونو کې يې د ١٥ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز رياد ايمريټ ٢، وهاب رياض او دنانجايا لکشن هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه واين پارنيل ته ورکړل شوه.

دا د ډيلي بولز دريمه لوبه وه چې لومړۍ ماتې يې وخوړه، همدا راز د ناردرن واريرز دويمه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …