کورپاڼه / روغتيا / د سهار وختي پورته کېدلو حیرانوونکې ګټې

د سهار وختي پورته کېدلو حیرانوونکې ګټې

سهار وختي پورته کېدل د ډېرو خلکو لپاره یو ستونزمن کار وي، خو په اړه یې مشران وایي، چې ژر وېده کېدل او ژر پورته کېدل مو صحت مند، دولت مند او عقل مند کوي. که چېرته تاسې سهار وختي چېرته د تګ اراده هم نه لرئ، بیاهم باید وختي پورته شئ، ځکه چې سهار وختي پورته ډېر زیاتې ګټې لري، چې دلته به یې ځینې ولولو.

د ښې زده کړې لپاره:

د امریکا په یو پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه زده کړیالان چې سهار وختي پورته کېږي، تعلیمي وړتیا یې له نورو زده کړیالانو غوره وي او هغه چې نا وخته پورته کې د درس پرمهال یې فکر پرځای نه وي.

تخلیقي وړتیاوې ډېروي:

سهار وختي پورته کېدل مو تخلیقي وړتیاوې ډېروي او پخپلو کارونو کې د نوو تجربو موقع درکوي، د نړۍ بریالي حالت په دې پوهېږي او سهار وختي د پورته کېدلو عادت لري.

د مازغو لپاره ګټور وي:

په سهار وختي پورته کېدو سره لکه څنګه چې تاسې ته ډېر وخت په لاس درکوي او تاسې خپل کارونه په سم ډول ترسره کوئ، نو ټوله ورځ به له اندیښنو او پریشانیو څخه ژغورل شوي یئ، پخپل وخت سره کار کول مو ذهناً ارامه کوي.

مثبت فکرونه:

سهار وختي پورته کېدل مو د منفي فکرونو وده کموي او مثبت فکرونه یې ځای خپلوي، لکه څنګه چې ستاسې ټوله توجه خپلو کارونو ته وي، نو وختي پورته کېدل مو له منفي فکرونو ژغوري.

د ناشتې یا سباناري وخت:

سباناری یا ناشته مو فعالیتونه، تخلیقي وړتیاوې او ذهني وده ډېروي، نو سباناری هیڅکله مه پرېږدئ او هغه وخت یې وکړئ کله چې له خوبه راپورته کېږي. دغه راز یو ښه سباناری مو د بدن روغتیا لپاره هم اړینه وي او له چاغښت مو ژغوري.

ان شاء الله چې د سهار وختي پورته کېدلو عادت به خپلوو، هغه څوک چې غواړي دا عادت خپل کومنټ دې وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …