کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یوې ناوې ته، چې زوم ته یې پرمخ کیک واهه، قیمتي تمام شو

په امریکا کې یوې ناوې ته، چې زوم ته یې پرمخ کیک واهه، قیمتي تمام شو

د امریکا د ټینیسي ایالت په کنګسټن ښار کې د واده په مراسمو کې یوې ناوې په ټوکو کې د زوم پرمخ کیک وواهه، چې په نتیجه کې یې زوم په غوسه شو او د ناوې په خوله یې ټول کیک ور وویشت او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شوه.

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د امریکا په ټینیسي ایالت کې یوې ناوې کیلسي کارسن د واده د مراسمو ویډیو په ټیک ټاک کې خپره کړې، چې ناوې یې د زوم په خوله کیک وهي، چې بیا دغه کړنه په زوم ښه ونه لګیده او ټول کیک یې خاوند ته پرمخ وواهه.

د ټولنیزو رسنیو په ویب سایټ کې دغې ویډیو له ۲۸ لکو څخه ډېر کتوونکې لري او د کتوونکو لخوا د زوم (ټوني) کړنه زور زیاتی ګڼل شو او له ناوې سره یې د همدردۍ اظهار کړی.

دغه راز د ځینو کسانو لخوا ناوې ته مشوره ورکړل شوې، چې له دې سړي څخه دې طلاق واخلي او ځان دې ترې خلاص کړي. یو بل شخص بیا وایي، دا سړی چې د خلکو ترمخ دا ډول کړنه ترسره کوي، نو ځانته خو به زور زیاتی هم کوي.

&

بله خوا ځینې کتوونکي یې بیا دفاع کوي، چې وایي چې ټوني یو په زړه پورې او نه ضرر رسوونکې ټوکه کړې ده. دغه راز یو بل کتوونکی بیا لیکي، که څه هم د ټوني سره همغږی نه یم، خو لومړی پیل یې ناوې کړی و.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …