کورپاڼه / روغتيا / د مټرو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د مټرو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

مټر یو داسې خوراکي توکی ګڼل کېږي چې د خوند سربېره د ګڼو غذایي موادو لرونکي هم دي، دغه شین رنګ سبزي مو د یو ښه ژوند په تېرولو کې مرستندویه تمامېږي. د مټرو دانه خو په ظاهره ډېره کوچنۍ برېښي، خو کله یې چې د غذایي موادو یا د روغتیا اړوند د ګټو په باب خبرې کوو، نو يو موټی مټر د ډېرو زیاتو غذایې توکو لرونکي دی، چې د ګڼو روغتیایي ستونزو د حل وړتیا لري او په جوړښت کې یې میګنیزیم، ویټامین کی، ویټامین ای، ویټامین سي او ویټامین بي هم شتون لري.

د سترګو او نظر لپاره ګټور وي:

په نیم خوراک مټرو کې په هغه اندازه ویټامین ای چې انسان ورته په ورځني ډول لري یعنې ۳۵ سلنه ور پکې موجود دي، چې د سترګو او نظر لپاره بېخي اړین وي. دغه راز په مټرو سره د کارنیا د پاکېدو سبب هم کېږي او کارنیا هغه برخه ده چې په سترګو کې د پروټینو له اندازې څخه په تیاره د لېدلو وړتیا ډېروي.

د هضم په مرحله کې ګټور وي:

د مټرو په جوړښت کې د فایبرو شتون د هضم په مرحله کې ښه والی رامنځته کوي او هغه فایبر هم لري چې د فاضله موادو په ایستلو کې مرستندویه تمامېږي او له قبض څخه مخنیوی کوي.

د سرطان خطر کموي:

په اصل کې د سرطان خطر د خطرونو کمول د مټرو په جوړښت کې د ښو انټي اکسایدو په سبب کېږي، چې د انسان په بدن کې زیانمنې بکټریاوې ختموي او سوخت له منځه وړي.

د شکر په ناروغۍ اخته کسانو لپاره ګټور وي:

مټر د لوړ فشار د سطحې په برابرولو کې هم مرستندویه وي، چې بیا د شکر د ناروغۍ په کنټرولولو کې بېخي اړین تمامېږي.

یاده دې وي چې مټر په بېلابېلو ډولونو او له نورو خوراکي توکو سره یوځای پخېږي، چې په هر ډول ورځنې ګټه اخیستلی شو، خو یوه خبره باید په یاد ولرئ، چې باید په مناسبه طریقې سره پاخه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …