کورپاڼه / هنر او کلتور / د پریټي زنټا د کیریر شروع ډېره په زړه پورې ده

د پریټي زنټا د کیریر شروع ډېره په زړه پورې ده

بالیووډ ته د بې شمېره بریالیو فلمونو ورکوونکې مشهوره هنرمنده یا اداکاره پریټي زنټا د خپل فلمي کیریر په اړه په زړه پورې خبرې کړي دي.

پریټي زنټا له یو هندي تلویزون سره د خبرو پرمهال وویل چې د نوموړې فلمي کیریر د ټاس د ویشتلو په نتیجه کې پیل شوی دی. پرنټي زنټا په خپرونه کې د خپلو خبرو پرمهال وایي، چې کله چې د بالیووډ ډایرکټر شیکر کپور لخوا ورته د (تارارم پم) په فلم کې د کار کولو وویل شول یا یې غوښتنه وکړه، نو دې د فکر کولو پرځای پرېکړه قسمت ته پرېښوده.

نوموړې زیاتوي کله چې د شیکر سره مخ شوه، نو هغې ورڅخه غوښتنه کوله چې د تارا رم پم فلم کې دې کار وکړي، چې دا وخت ورته نوموړې د یوې ماشومې په څېر ور کتل او شیکر ته یې وویل، که چېرته فلم یې په نصیب کې وي، نو دی ټاس پورته کوي.

پریټي وایې چې شیکر ته یې وویل که چېرته (Heads) راغي نو په فلم کې به برخه واخلي او که (Tails) راغي، نو بیا یې نه کوم.

د خپرونې په جریان کې ترې کوربه پوښتنه کوي که چېرته هغه وخت Tails راغلی ول نو بیا؟ پریټي ورته په ځواب کې وایي چې بیا یې په فلم کې برخه نه اخیسته.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …