کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې په مسلسله توګه د واسیلینو د استعمال زیانونه

په ژمي کې په مسلسله توګه د واسیلینو د استعمال زیانونه

د ژمي د موسم په راتګ یا د سړو په ډېرېدو سره په ډېرو کورونو کې د واسیلینو استعمال ډېرېږي او کاروونکي یې دې ته نه ګوري چې پوستکی یې سپور دی او نه میک آپ کړی. لکه څنګه چې موږ او تاسې هم له واسیلینو ډېره ګټه اخلو، نو راځئ چې زیانونو یې هم خبر شو.

زخم نه ښه کوي:

کله چې په پوستکي زخمي شي، نو موږ په داسې حالاتو کې له واسلینو ګټه اخلو، خو په دې نه پوهېږو چې د واسیلینو په جوړښت کې موجود سایکلک چین انزایمونه زخم نمجن ساتي او نه پرېږدي چې ژر ښه شي، نو د زخم د ښه والي په موخه یې له کارولو ډډه وکړئ.

پوستکی خرابوي:

هسې خو په عام ډول منل شوې چې د واسیلینو په استعمال سره پوستکي صفا کېږي او ښکلا مومي، چې تر یوه حده حقیقت هم دی، خو د واسیلینو په جوړښت کې موجود هایډروکاربن پوستکی نه شي جذبولی او د سترګو پر سطحه پاتې کېږي، چې بیا یې ښکلا له منځه وړي.

د سږو ستونزې:

ځینې خلک د هر شي د بویولو عادت لري، که هغه شی تېز بوی یا یې بوی تېز نه وي بیا یې هم بویوي، خو که چېرته واسیلین بوی شي، نو په سږو اغېزې ښېندي او سبب یې هم په واسیلینو کې د ساینکل مرکبونه دي، چې سږې اغېزمنوي.

د ښځو هورمونونه:

ویل کېږي چې د واسیلینو په ډېر استعمال سره د ښځو هورمونونه یعنې ایسټروجن بې نظمه کېږي، چې بیا یې په میاشتني مرض کې هم بې نظمي، د پوستکي زړېدل، شنډېدل، حساسیت او د دفاعي سیستم د خرابوالي ستونزې ډېرېږي، چې سبب یې په واسیلینو کې د xenoestrogens شتون په ګوته شوی.

د اکسیجن ډېروالی:

په واسیلینو کې د اکسیجن اندازه 2۔1 تناسب سره وي، چې پر پوستکي یې ډېر استعمالول، د پوستکي نمي ختموي او تازه یې نه پرېږدي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …