کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې له خپل خاوند څخه له ملګرو سره د چکر وهلو لپاره طلاق غوښتی

یوې میرمنې له خپل خاوند څخه له ملګرو سره د چکر وهلو لپاره طلاق غوښتی

د متحده عربي اماراتو محکمې د هغې بهرنۍ میرمنې د طلاق غوښتنه رد کړې، چې خاوند یې ورته د ملګرو سره د چکر وهلو اجازه نه ورکوله. د عرب نیوز د راپور له مخې ویل کېږي، چې یوې بهرنۍ میرمنې په محکمه کې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه کړې وه او ویلي ول چې دې له خپلو ملګرو سره بهر د چکر وهلو اجازه غوښتنې وه، خو خاوند یې اجازه نه وه ورکړې او اضافي یې دا چې په دې غوښتنه یې خاوند ورسره بد سلوکي او آن زور زیاتی هم کړی و.

بله خوا د بهرنۍ ښځې خاوند بیا له ځانه په دفاع کې وایي، چې ده له خپلې میرمنې سره هیڅکله بد سلوک نه دی کړی او میرمنې سره یې ماشوم لپاره هم د ښه استوګنځي تیاری نېولی او سربېره پر دې میاشتني مصرف یا خرچ هم پخپل وخت ورکړی، خو د ماشوم د مغذورۍ په سبب باید دوی هر وخت له خپل ماشوم سره واوسي.

د خلیج محکمې له لورې د میرمنې د طلاق غوښتنه رد شوې او ورته ویل شوي، چې میرمنې په محکمه کې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او په دې دلیل یې د طلاق غوښتنه هم ردېږي.

دغه راز د محکمې لخوا دا هم وویل شول، چې میرمنې دا هم واضحه نه کړه، چې د خاوند له لوري یې په نه اجازت کې څه تاوان دی او په دې سره یې اړیکو ته څه زیان رسېږي یا ولې له منځه ځي.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …