کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د خپلواک نظرپوښتنه: د طالبانو له لوري د ولسمشر غني د استعفا غوښتنې په اړه خلک څه وايي؟
د خپلواک نظر پوښتنه

د خپلواک نظرپوښتنه: د طالبانو له لوري د ولسمشر غني د استعفا غوښتنې په اړه خلک څه وايي؟

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر يو غړي عباس ستانکزي په ماسکو کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې اشرف غني ته پکار دي، چې د سولې لپاره واک پرېږدي او له ولسمشرۍ دې استعفا ورکړي.

خو بلخوا ولسمشر غني بيا په تکرار دا خبره کړې ده، چې هغه نه غواړي تېر تاريخ بيا تکرار کړي او واک به يوازې د ټاکنو له لارې منتخب ولسمشر ته سپاري.

خپلواک وېبپاڼې يوه غېر علمي نظر پوښتنه په خپله فېسبوکپاڼه کې وکړه او له خپلو لوستونکو پوښتنه وکړه، چې ((ايا ولسمشر غني ته پکار دي چې د طالبانو په غوښتنه د (سولې) لپاره استعفا ورکړي او که نه؟))

چې په دې نظرپوښتنه کې له ٨٧٠٠ څخه زياتو کسانو برخه واخيسته او نه يوازې دا چې د (نه) او (هو) سره يې ځوابونه ورکړل، بلکې په دې اړه يې خپل نظرونه هم څرګند کړل.

ایا ولسمشر غني ته پکار دي چې د طالبانو په غوښتنه د “سولې” لپاره استعفا ورکړي او که نه؟
-: هو 👍
-: نه ♥

Posted by Khpalwaak.com on Friday, January 29, 2021

په دې نظرپوښتنه کې ٤٦٠٠ کسانو د (نه) ځواب ورکړ او وې ويل چې بايد ولسمشر غني استعفا ورنه کړي او خپل وخت دې پوره کړي، همدا راز ٤٠٠٠ کسانو بيا د (هو) ځواب ورکړ او وې ويل چې ولسمشر غني دې د سولې لپاره استعفا ورکړي.

همدا راز تر ٧ زرو څخه زياتو کسانو په دې اړه تبصرې هم وکړې او خپل نظرونه يې څرګند کړل.

د يادولو وړ ده چې دا يوه غېر علمي نظرپوښتنه وه، چې د خپلواک وېبپاڼې په فېسبوکپاڼه کې ترسره شوې وه او د هغه خلکو نظر غوښتل شوى و، چې هغوى خپلواک وېبپاڼه تعقيبوي، دا علمي سروې يا نظرپوښتنه نه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

کابل باران

کابل تورو وريځو نيولى او شړکنده باران ورېږي

د هېواد پلازمېنه کابل کې نن د جمعې په ورځ تورې وريځې په کابل خورې …