ټيم ابوظهبي نن ښه لوبه ترسره کړه چې د پونى ډيويلز لوبډلې ته يې د ٥ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او په روان ليګ کې يې خپله لومړۍ بريا خپله کړه.
د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ لسمه لوبه د پونى ډيويلز او ټيم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ټيم ابوظهبي پچه وګټله او لومړى يې پونى ډيويلز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پونى ډيويلز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام کوهلر کېډمور ٦١ ناسوځېدلې، چاډويک والټن ٢٣ او ديون توماس ٢١ منډې وکړې.
د ټيم ابوظهبي له لوري اوبيد مک کاى ٢ او روهن مصطفى ١ ويکټ واخيسته.
د ١٣٠ منډو هدف د ټيم ابوظهبي لوبډلې په ٨.٣ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا خپله کړه.
د دوى له لوري جېمي اويرټون ٣٨ ناسوځېدلې، جو کلارک ٢٩، پال سټرلينګ ٢٣ او بين ډکيټ ٢٠ منډې وکړې.
د پونى ډيويلز له لوري هاردس ويلجوين ٣، کرن او احمد رضا ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اوبيد مک کاى ته ورکړل شوه.
نن بله لوبه د ناردرن واريرز او بنګله ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.