کورپاڼه / روغتيا / د سهار پر وخت څو کارونه ترسره کړئ او د خېټې اضافي وازده مو اوبه کړئ

د سهار پر وخت څو کارونه ترسره کړئ او د خېټې اضافي وازده مو اوبه کړئ

د وزن ستونزه یوه داسې ستونزه ده چې تقریباً هر یو کس یې په فکر کې اچولی، خو په اصل کې د خېټې په شاوخوا کې اضافي وازده د اندېښې وړ ګڼل کېږي او د روغتیا له لحاظه دا خبره دومره د اهمیت وړ نه ده، چې د بدن وزن څومره دی، بلکې مهمه داده چې د خېتې وازده څومره ډېره شوې ده، ځکه چې همدغه اضافي وازده د بې شمېره خطرناکو نارړغیو لکه د شکر، د زړه د حملې، ژور خپګان او نورو سبب ګرځي، خو آیا په دې پوهېږئ چې د ورځې په پیل کې یو څو کارونه مو اضافي وازده اوبه کوي؟

بېړه مه کوئ:

د سهار پرمهال دفتر یاهم کومې بلې ادارې ته د تګ پر وخت بېړه کول مو ذهني فشار ډېروي او د کورټیسول د هورمون په افرازېدو کې ډېروالی راولي، چې بیا د خېټې وازده هم ډېروي.

ورزش کول:

ورزش د بدني وزن په کمښت کې یوه غوره طریقه ده او هر سهار یې ترسره کول د انرژۍ ترلاسه کول ممکنوي او د اضافي وازده په اوبه کولو کې مهم رول لوبوي.

ناشته یا سباناری:

د څېړنو له مخې ویل شوی چې د ناشتې پرمهال د غذایي رژیم څخه کار اخیستل د خېټې د وازدې په اوبه کولو کې مهم رول لري. دغه راز له څېړنو ثابته شوې چې د ناشتې پرمهال د فایبر لرونکو خوړو استعمال وزن کموي، چې فیرني یې یو ښه مثال دی.

د جوسو پرځای اوبه وڅښئ:

په جوسو کې د شکر اندازه ډېره وي جې بیا د خېټې وازده ډېروي او د ځیګر وازده هم اضافه کوي، نو پرځای اوبو ته ترجیح ورکړئ.

شین چای:

له ناشتې څخه وروسته د شین چای استعمال غوره ګڼل کېږي، ځکه چې په شین چای کې کافین او انټي اکساید وي، چې همدغه مواد د خېټې اضافي وازده اوبه کوي.

ډېر اوږد خوب:

د څېړنو څخه ثابته شوې چې خراب خوب د بدني وزن په ډېروالي کې اغېزمن رول لري، چې په دې کې د خېټې وازده هم شامله ده، نو ښه خوب وکړئ او له خطر څخه یې ځان وژغورئ.

قدم وهل:

له کور څخه تر دفتر یا ادارې پورې پیاده مزل د هر چا لپاره ناشوني وي، خو له پنځلس دقیقو څخه تر شلو دقیقو پورې قدم وهل مو د بدن اضافي وازده اوبه کوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …