د ناردرن واریرز لوبډلې لپاره نیکولاس پوران چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې په مټ يې ناردرن واریرز د ۳۰ منډو په توپیر بنګله ټایګرز ته ماتې ورکړه.
د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ١١مه لوبه د ناردرن واريرز او بنګله ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې بنګله ټايګرز پچه وګټله او لومړى يې ناردرن واريرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ناردرن واريرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيکولاس پوران ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ٢٦ توپونو يې ٨٩ منډې وکړې، چې يې ١٢ شپږيزې او ٣ څلوريزې هم ووهلې. همدا راز لينډل سيمونس ٤١ منډې ترلاسه کړې.
د بنګله ټايګرز له لوري بيا کريم جنت ٢، مجيب الرحمان او قېس احمد ١-١ ويکټ واخيستې. جنت په ٢ اورونو کې ١٨، مجيب په ٢ اورونو کې ٢٢ او قېس احمد په ٢ اورونو کې ٣٨ منډې ورکړې.
جارج ګارټون بيا په ٢ اورونو کې تر ټولو زياتې ٤٨ منډې ورکړې او محمد عرفان همدا راز په ٢ اورونو کې ٣٦ منډې ورکړې.
د ۱۶۳ منډو هدف په تعقیب د بنګله ټایګرز لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې او د ۳۰ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.
د دوی لپاره انډري فلیچر ۵۳ او چراغ سوري ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ناردرن واریرز له لوري وهاب ریاض، جنید صدیقي او فابین الین ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نیکولاس پوران ترلاسه کړه.