کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / شیاومي انقلابي بې سیمه ټیکنالوژي تیاره کړې

شیاومي انقلابي بې سیمه ټیکنالوژي تیاره کړې

د پیډونو او کویلونو په وسیله کار کوونکي بې سیمه چارجرې په هر ځای یا له هرې ټیکنالوژۍ سره نه ترلاسه کېږي، خو اوسمهال شیاومي شرکت له دې څخه هم یو قدم مخته لاړ.

د ایکس ډي ای د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې د شیاومي شرکت لخوا ریموټ لرونکی بې سیمه چارجوونکی سیستم معرفي کېږي. ویل کېږي چې دې چارجوونکي سیستم ته یې May air charge technology نوم ورکړی، چې څو میتره لېرې به هم یوه آله چارج کړای شي، خو د شیاومي شرکت له اړخه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

 

دغه راز ویل کېږي چې May air charge technology به پنځه واټه د چارجولو سیستم وي، چې د دستګا لپاره به یې ۱۴۴ انتونونه استعمال شي، ترڅو موبایل ته Wide views واستوي.

د شرکت د وینا له مخې ویل کېږي چې دا ټیکنالوژي کومه ساینسي کیسه نه ده، بلکې په یو وخت به د څو موبایلونو د چارجولو وړتیا ولرې او ټول واړه بریښنایي توکي به ور پکې شامل وي، یعنې ځیرک موبایلونه، ساعتونه او د ږیري ماشینونه پورې به پکې واوسي. یاده دې وي چې له دې وړاندې د ۲۰۲۰ په اخرو دریو میاشتو کې د شیاومي لخوا د نړۍ تېز بې سیمه د جارجولو ټیکنالوژي معرفي شوې وه، چې د ۴۰۰۰ ایم ای ایچ بیټري په ۱۹ دقیقو کې چارجولی شي.

شیاومي وایي چې دغه بې سیمه چارجر به نه یوازې ترلاسه کېدونکي بې سیمه سیستم ته ماتې ورکړي، بلکې هیڅ چارجوونکی سیستم به یې مقابله ونه شي کولی، خو لا تر اوسه پورې د خرڅلاو لپاره نه دی وړاندې شوی.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …