کورپاڼه / خبرونه / محمد حفیظ د پاکستان لوبډله کې په نه اخیستل کېدو خپل غبرګون ښکاره کړ
محمد حفيظ

محمد حفیظ د پاکستان لوبډله کې په نه اخیستل کېدو خپل غبرګون ښکاره کړ

د پاکستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پر وړاندې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه چې د الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ نوم پکې نشته.

په دې لوبډله کې بابر اعظم، عامر یامین، عماد بټ، اصف علي، دانش عزیز، فهیم اشرف، حیدر علي، حارث روف، حسن علي، حسین طلعت، افتخار احمد، خوشدل شاه، محمد حسنین، محمد نواز، محمد رضوان، سرفراز احمد، شاهین شاه اپریدی، عثمان قادر، ظفر ګوهر او زاهد محمود شامل دي.

د پاکستان الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ د سویلي افریقا پر وړاندې لوبو ته په نه غوره کېدو خپل غبرګون ښکاره کړی دی.

نوموړي د اعلان شوې لوبډلې عکس په ټویټر کې خپور کړی او همدا راز ورسره يې د قرآن یو ایت لیکلی دی، چې مفهوم يې څه دا ډول دی “الله د صبر کوونکو سره دی”.


محمد حفیظ چې د پاکستان له تکړه لوبغاړو څخه دی، په تېرو سیالیو کې هم ښه لوبېدلی و او اوس په ټي ۱۰ لیګ کې هم لوبېږي، چې په لوبډله کې په نه اخیستو يې مینه والو هم د پاکستان کرکټ بورډ باندې نیوکې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …