کورپاڼه / ليکنې / سهار وختي د موبایل له کارولو ځان وژغورئ

سهار وختي د موبایل له کارولو ځان وژغورئ

د ورځې ترټولو مهم وخت د سهار له راپورته کېدو څخه وروسته وخت وي، خو موږ یې ډېری وخت ضایع کوو. دغه وخت زموږ د طبیعت د ښه والي او بدوالي وړتیا په ځان کې لري، چې بیا زموږ د ټولې ورځې د کارونو سروکار د همدې وخت په یو ښه یا بد پیل سره وي.

د خپلې ورځې پیل له جذبه لرونکو هیلو سره وکړئ، د سهار په پورته کېدو سره پخپله شاوخوا کې د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړئ، ځکه چې د شکر کولو عادت ستاسې دننه مثبت احساسات پیدا کوي، نو هڅه وکړئ چې ښه سهار پیل کړئ، له جنګ، جګړو او بحثونو څخه ځان وساتئ، که چېرته مو د ورځې پیل په ښه شکل سره وکړو، نو تر پایه پورې به یې ښه واوسئ.

سهار وختي د موبایل له کارولو ډډه وکړئ، بندوئ یې مه، خو نوټیفکیشن یې ضرور بند کړئ. دغه راز که چېرته کوم اړین زنګ یا پیغام نه لرئ موبایل مو فلیډ موډ حالت ته واړوئ، له موبایل د امکان تر حده لېرې واوسئ، سهار وختي خپل ایمیل مه ګورئ، ځکه چې د ایمیل د لوستلو یاهم د خبرونو د لوستلو لپاره ټوله ورځ له ځان سره لرئ، نو سهار وختي له دا ډول کړنو ځان وژغورئ، هغه پیغامونه چې ځواب یې اړین نه وي مه یې ځوابوئ، بلکې د ورځې په جریان کې یې ترسره کړئ، خو که چېرته تاسې سهار وختي په موبایل کې مصروفه شئ، نو نه به مو ځانته پام، نه به مو کورنۍ پام نه شي او نه به خپلو کارونو ته متوجې وئ.

یاده دې وي چې د موبایل ډېر کارول یا یې سترګو ته نږدې نېول هر وخت زیانمن تمامېږي، چې بیا مو د سترګو په ګډون په ذهني ناروغیو هم اخته کوي او د چاغښت سربېره نورې ستونزې هم رامنځته کولی شي، نو هڅه وکړئ چې له ډېر استعمال یې ځان وژغورئ

Loading...

دا هم ولولئ

نارینه څه ډول له ښځینه وو سره مینه کوي؟

د امریکا مشهورې لیکوالې شیري ایګروف ښځو ته د نارینه وو په زړونو کې د …