اسرائیلی لرغپوهانو د بیت المقدس په جنوب کې د حضرت داود علیه السلام د وخت د ټوکر اوبدل شوې ټوټه موندلې. د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې له مالوچو څخه د تیار شوي ټوکر دغه ټوټه په ارغواني رنګ سره اوبدل شوې او د یروشلم په جنوب کې د مسو د کیندنو پرمهال یې موندلې ده
لرغونپوهان وایي چې د ذکر شوې ټوټې نېټه د کاربن په مرسته معلومه شوې او ویلي یې دي چې دغه ټوټه لږ تر لږه ۱۰۰۰ قبل المیلاده پورې اړه لري، چې د انجیل له نظره د حضرت داود او د هغه زوی حضرت سلیمان علیهم السلام دور ګڼي.
لرغونپوهان زیاتوي چې هغه وخت ارغواني رنګ د اشرافو او بادشاهانو نښه وه، چې بیه یې هم له سرو زرو څخه لوړه وه او د کیندنو پرمهال یې لا تر اوسه پورې د رنګینو ټوټو او سیپیو اثار موندلي دي.
له دې اوبدل شوې ټوټې څخه دا خبره هم جوتېږي، چې له نن څخه درې زره کاله دمخه هم د رختونو د اوبدلو تخنیک موجود و او په دې ټوکر کې کارېدونکي رنګ ته Trian Purple ویل کېږي، چې په انجیل کې یې هم ذکر راغلی دی او د روم د بحیرې سره په نږدې سیمو کې د موندونکو بوټو څخه لاسته راځي. دغه راز دا اوبدل شوې ټوټه چې د تمناع له غونډۍ څخه لاسته راغلې، دا خبره هم په ډاګه کوي چې دلته یوه پرمختللې او مهذبه ټولنه موجوده وه.