کورپاڼه / روغتيا / د چرګ، ماهي یا د غوایي غوښه مو په کومو ناروغیو اخته کولی شي؟

د چرګ، ماهي یا د غوایي غوښه مو په کومو ناروغیو اخته کولی شي؟

آیا تاسې د چرګ یا د غوایي په غوښه مساله اچولې او بیا مو سره کړې یا روش کړې خوړلې ده؟ واقعاً له مسالې او نورو توکو سره دا ډول غوښه ډېره خوندوره وي، خو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي، که چېرته تاسې ډېر وخت له دا ډول خوړو څخه ګټه اخلئ، نو په یوې داسې ناروغۍ مو اخته کولی شي، چې په خاموشه توګه مو له منځه وړي.

روغتیایي څېړونکي وایي چې دا ډول خواړه مو د وینې د فشار په ناروغۍ اخته کولی شي، چې بیا د ډېرو خطرناکو ناروغیو لکه فلج، د زړه حمله او د وینې د شیریانونو د بې شمېره ناروغیو خطر ډېروي.

د هارورډ پوهنتون د څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د غوښې ټوټې په سیخونو کې کباب کوي یا یې هم روش کړې خوري، د وینې د فشار د ډېرېدو خطر یې د نورو کسانو په پرتله ۱۷ سلنه ډېر وي، څېړنه زیاتوي چې په میاشت کې ۱۵ ځلې د هر یو حیوان غوښه دا ډول خوړل ذکر شوی خطر ډېروي، څېړنه وایي چې په ډېرې تودوخې سره د غوښې له پروټینو څخه داسې کیمیکلونه خارجېږي، چې د وینې د فشار اړوند ستونزې ډېروي.

په دې څېړنه کې له یو لک څخه د زیاتو هغو ښځو او نارینه خوراکي توکي او عادتونو تر څېړنې لاندې ونېول شول چې ډېری وخت به یې وخت به یې د غوایي، چرګ او ماهي غوښه خوړله او وروسته له څېړنو روغتیایي کارپوهانو وویل، چې د وینې د فشار د کنټرول لپاره اړین ده چې خپل خوراکي توکي په لږه تودوخه پاخه کړو او په داسې حالاتو کې ډېر لږ له دا ډول غوښې څخه ګټه واخلو.

یاده دې وي چې د چرګ او ماهي غوښه د غوایي د غوښې په پرتله ګټوره وي، خو په هغه حالاتو کې چې دا ډول پخه نه شي او په مناسبې طریقې سره پاخه کړی شي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …