کورپاڼه / جالب / د سټیو جابس لخوا جوړ شوی د ایپل نایابه کمپیوټر په پنځلس لکه ډالرو خرڅلاو ته وړاندې شوی

د سټیو جابس لخوا جوړ شوی د ایپل نایابه کمپیوټر په پنځلس لکه ډالرو خرڅلاو ته وړاندې شوی

د امریکا د ټیک شرکت لخوا د ایپل یو نایابه کمپیوټر، چې د ایپل همکار بنسټ ایښودونکی او اجرایوي ریس سټیو جابس لخوا جوړ شوی، په پنځلس لکه ډالرو خرڅلاو ته وړاندې شوی دی.

د سټیو جابس اړوند ډېری وخت په انټرنیټ کې ځینې شیان را څرګندېږي او هغه کسان چې د نایابه توکو د راټولولو مینوال وي، په لوړ بیه یې اخلي، چې په همدې لړ کې یې اوسمهال Apple-1 خرڅلاو ته وړاندې کړی، چې د سټیو جابس او شرکت بنسټ ایښودونکي سټیو وزنیک لخوا جوړ شوی و او اوسمهال په eBay کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی او د پنځلس لکه امریکایي ډالرو قیمت یې پرې ایښی دی.

ویل کېږي چې ددې کمپیوټر د لوړې بیې لامل دادی، چې دا د هغه شپږو پاتې شوو Byte Shop KOA لرګیو کې د موجودو کمپیوټرونو څخه یو دی، چې اوسمهال په میوزیم کې ساتل کېږي.

د کمپیوټر خاوند وایي، چې دغه کمپیوټر د استعمال وړ او بېخي روغ دی او له نن څخه ۴۵ کاله دمخه (۱۹۷۶) یې جوړېدل په نایاب کېدلو کې ډېروالی رامنځته کړی.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …