کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ټي ۱۰ لیګ کې نن بیا مهمې لوبې ترسره کېږي

ټي ۱۰ لیګ کې نن بیا مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د فبرورۍ په لومړۍ ورځ به هم په ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ ۳ لوبې ترسره شي، چې له یوې لوبډلې پرته نورو ټولو لوبډلو کې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

له ګروپي لوبو وروسته د سوپر لیګ سیالۍ ترسره کېږي، چې قلندرز پکې تر ټولو مخکښه او مراټا عربینز تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

لومړۍ لوبه

نن به لومړۍ لوبه د بنګله ټایګرز او پونی ډیویلز ترمنځ د افغانستان په وخت ۴:۳۰ بجې پیل شي.

بنګله ټایګرز تراوسه ۱ لوبه ګټلې او نننۍ لوبه ګټل ورته ډېر مهم دي، همدا راز پونی ډیویلز لپاره هم د دې لوبې ګټل مهم دي، ځکه دوی هم یوازې ۱ لوبه ګټلې ده.

د بنګله ټایګرز لپاره کریم جنت، مجیب الرحمان، قېس احمد او فضل حق فاروقي لوبېږي. جنت بیا دوه لوبو کې ښه توپ اچونه ترسره کړې وه چې یو ځل غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و. په پونی ډیویلز کې بیا درویش رسولي لوبېږي.

دویمه لوبه

د سوپر لیګ دویمه لوبه د ناردرن واریرز او ټیم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ۶:۴۵ بجې پیلېږي.

ناردرن واریرز ۲ خو ټیم ابوظهبي بیا ۱ لوبه کې بریا خپله کړې ده او نننۍ لوبه ګټل ورته مهم دي.

ناردرن واریرز کې کوم افغان لوبغاړی نشته خو په ټیم ابوظهبي کې بیا نوین الحق او نجیب الله ځدراڼ لوبېږي.

دریمه لویه

د سوپر لیګ دریمه لوبه د دکن ګلیډیټرز او ډیلي بولز لویډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ۹ بجې پیلېږي.

ډیلي بولز ۲ لوبې ګټلي او ښه روانه ده خو دکن ګلیډیټرز ۱ لوبه ګټلې او نننۍ لوبه ګټل ورته ډېر مهم دي.

د دکن ګلیډیټرز لپاره محمد شهزاد او د ډیلي بولز لپاره رحمان الله ګربز، محمد نبي، او وقار سلامخېل لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …