کورپاڼه / بېلا بېل / حضرت آدم علیه السلام لومړنی قدم په کوم هیواد کېښود؟

حضرت آدم علیه السلام لومړنی قدم په کوم هیواد کېښود؟

سریلنکا یو جزیره ډوله هیواد دی، چې پایتخت کې د کولمبو ښار ګڼل کېږي، ویل کېږي چې سریلنکا یو ډېر ښکلی هیواد دی، چې په همدې موخه ورته له ډېرو لېریو ځایونو څخه سیاحت کوونکي راځي او ددې هیواد ښکلا د عکسونو په ډول له ځان سره ساتي، سریلنکا نه یوازې دا چې ځنګلونه لري، بلکې دوه ویشت داسې ملي پارکونه هم لري، چې ځنګلي حیوانات ور پکې شتون لري، دغه راز ځینې داسې حقیقتونه هم شته، چې ډېری خلک به ورځنې ناخبره وي.

  • د شلمې پیړۍ د نیمایي وروستیو پورې سریلنکا یو له هغه هیوادونو څخه و، چې د ملاریا له ناروغۍ ډېر زیات اغېزمن و، خو نوموړی هیواد حکومت په ذکر شوې ناروغۍ دومره کار وکړ، چې په ۲۰۱۶ کال د روغتیا د نړیوالې ادارې لخوا بالکل پاک هیواد وګڼل شو.

  • سریلنکا په دې سبب هم له ډېر شهرت څخه برخمنه ده، کله چې حضرت آدم علیه السلام نړۍ ته رالېږل کېدو، نو لومړنی قدم یې د سریلنکا په یو غر کېښود، چې د غر نوم هم (کوه آدم) دی او لوړوالی یې ۷۳۵۳ فوټه دی او د قدم نښه یې اوس هم شته دی.

غر ته د ختلو لپاره زینه

  • سریلنکا د چایو پیدا کوونکو هیوادونو په نوملړ کې څلورم ځای لري، چې د مختلف ډوله چایو پیداوار لري.

  • سریلنکا ته د مختلفو او د نوو ډولونو حیواناتو کور هم ویل کېږي، چې په حیرانوونکې ډول په دې هیواد کې ۲۴۵ ډوله شاپرکي، ۲۹۴ ډوله ماران، ۴۹۲ ډوله الوتونکي او ۳۸۷ ډوله حشرې موندل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې …