کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز د جیم ویډیو خپره کړه

فرزانه ناز د جیم ویډیو خپره کړه

د پښتو او دري ژبې مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز په جیم کې د ورزش کولو وروسته یوه لنډه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

نوموړې چې له څه وخت راهیسې په هند کې وه او د هند د ممبۍ په ګډون نورو ښارونو ته هم تللې وه، اوس بېرته متحده عربي اماراتو ته تللې ده.

فرزانه ناز چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره فعاله ده، تازه يې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې په جیم کې جوړه کړې یوه ویډیو خپره کړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


نوموړې دا ویډیو دوه ساعته مخکې خپره کړې ده چې تر دوه زرو زیاتو کسانو خوښه کړې ده، خو دوه سوه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي او د هغې په دې ډول کالیو يې سختې نیوکې کړې دي.

ځینو کسانو ورته لیکلي دي چې په نوره نړۍ کې يې د افغانانو نوم بدنام کړی دی.

فرزانه ناز په دې وروستیو کې چې هېواد یې پرېښی دی، ډېر بېباکه کالي اغوندي او هر وخت د خلکو له نیوکو سره هم مخ کېږي. نوموړې هند ته له تګ سره اداکاري هم پیل کړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)

دا هم ولولئ

هندي اداکاران

د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي

په هند کې د کورونا دویمه څپه له کنټروله وتلې ده، روغتیايي سیسټم يې خلکو …