په دې کې هیڅ شک نشته چې د فلمونو د بریالیتوب لپاره د فلم هیرو او هیروینې ترڅنګ د فلم نور اداکاران هم خطر او نامناسب منظرونه ریکارډ کوي، خو داسې ډېر کم پېښ شوي چې یو هنرمند دې د یوې صحنې لپاره خپل ژوند په داو کړي او بالیووډ بادشاه شاهروخان دغه کار ترسره کړ او خپل ژوند یې په خطر کې واچوو.
د شاهروخان پروډکشن (ریډ چلي) له اړخه د شاهروخان یوه وړه ویډیو خپره شوې، چې ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه او د خلکو د حیرانۍ وړ وګرځېدله، چې د بالیووډ بادشاه یوې وړې صحنې لپاره خپل ځان په خطر کې واچوو.
دا د شاه رخ خان د مشهور فلم “هیپي نیو ایر” یوه برخه ده.
په ویډیو کې لېدل کېږي چې شاهروخان د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې له یوې لوړ ودانۍ څخه زانګي، دغه راز لېدل کېږي چې شاهروخان له یوې لوړې ودانۍ څخه غورځي، چې بیا په ودانۍ کې موجودو سیخونو ته لاس اچوي.
View this post on Instagram
له ویډیو څخه څرګندېږي چې دا د هيپي نیو ایر فلم صحنه ده چې دا صحنه يې خلکو ډېره خوښه کړې وه.
د یادولو وړ ده چې شاه رخ خان اوسمهال په پټان فلم کې کار کوي، چې په دې فلم کې ورسره دپیکا پاډوکون او جان ابراهام هم کار کوي او د دې فلم ثبت هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.